اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي چې پي ډي اېم داسې داسې ټولګې دې چې پكښې هر يو خپلې ګټې لپاره مخ په وړاندې روان دې٬هېواد لوټ كونكو سره هېڅ ډول ډيل نه شي كېدې۔مسلم ليګ(ن)خپل مشران بچ كولو لپاره فشار اچول غواړي خو د دوي مېچ وزيراعظم عمران خان سره دې۔د سېنېټ ټاكنې د اوپن بېلټ د لارې كولو پھ معامله كښې په سپيځلتيا خبرې روانې دي۔د دې مخالفت هغه خلك كوي كوم چې په ټاكنو كښې خرڅېدل او اخستل غواړي۔د دوي په پيسۍ ايمان دې٬دوي په پيسه سياست كړی٬د پيسې د لارې يې خلك اخستې دي خو پھ دې لړ كښې حكومت په اسمبلۍ كښې بل وړاندې كوي چې دغسې هغه خلك څرګند شي كوم چې پھ انتخابي عمل كښې سپيځلتيا نه غواړي۔ده دا خبرې د خالي په ورځ د سندس فاؤنډېشن د دورې پھ موقع دستورې ته په خپله وېنا او مېډيا سره په خبرو كښې وكړې۔د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې دا د پاكستان تحريك انصاف دريځ دې چې د سنېټ په ټاكنو كښې دې سپيځلتيا راوستلې شي۔وزيراعظم هم د اوږدې مودې نه دا خبره كوي چې د سېنېټ ټاكنې دې سپيځلې كړې شي۔په دې لړ كښې د كال 2018م په ټاكنو كښې مونږ 20 غړي د ګوند نه ويستلې وو۔ده ووئيل چې يو خوا اپوزېشن وائي چې بايد د ټاكنو عمل سپيځلې وي او بل خوا يې په خپله مخالفت كوي۔دوي غواړي چې په منحوس طريقه اخستل او خرڅېدل روان وي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې د ډيوډ روز په معامله به د احتساب صلاحكار د قانوني نكاتو وضاحت كوي خو د اپوزېشن دا عادت دې چې پھ خبره د پوهېدو نه وړاندې خواږه وېشي لكه څنګه چې د جے آئي ټي په رپورټ كښې هم شوي وو خو چې كله يې ترجمعه ولوستله نو بيا نادم وو۔په دې موقع د منو بهائي د سالګرې كيك هم پري كړی شو۔د دې نه پس وفاقي وزير په سندس فاؤنډېشن كښې د تهليسيميا او د وينې پھ نورو رنځونو كښې اخته ماشومانو سره ملاقات وكړو او دوي ته يې ډالۍ وركړې
پي ډي اېم داسې داسې ټولګې دې چې پكښې هر يو خپلې ګټې لپاره مخ په وړاندې روان دې٬هېواد لوټ كونكو سره هېڅ ډول ډيل نه شي كېدې۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز په سندس فاؤنډېشن كښې دستورې ته وېنا او مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار