اسلام آباد/پیښور 05نومبر (اے پي پي)د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي كور ودانې بېګم ثمينه عارف علوي وئېلي دي چې مېرمنې دې د بريسټ كينسر تشخيص لپاره په خپله معائنه او علاج او معالجه كښې كله هم كوتاهي ونه كړي۔په پېښور پوهنتون كښې د نارته ويسټ جنرل روغتون په مرسته د بريسټ كينسر د خبرتيا په اړه يوه ورځنې سيمينار وشو٬په سيمينار كښې بېګم ثمينه عارف علوي د خاص مېلمنۍ په توګه ګډون وكړو۔په خپله وېنا كښې هغې ووئيل چې مېرمنې دې د بريسټ كينسر تشخيص لپاره په خپله معائنه او علاج او معالجه كښې كله هم كوتاهي ونه كړي۔هغې په دې لړ كښې د نارته ويسټ جنرل روغتون پروګرامونه وستائېل او وې وئېل چې په يقيني توګه تعليمي ادارې موثره او مثبت كردار ترسره كوي۔هغې ووئيل چې بايد سړي د خپل كور د مېرمنو ذمه وارۍ ترسره كړي او هغوي ته هر ډول آسانې برابرې كړي چې دغسې د ستونزو څخه بچ شي
مېرمنې دې د بريسټ كينسر تشخيص لپاره په خپله معائنه او علاج او معالجه كښې كله هم كوتاهي ونه كړي۔د بېګم ثمينه عارف علوي سېمينار ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2