كراچې 23 اکتوبر(اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د رحمة للعالمين اتهارټي جوړول د وزيراعظم ډېر لوي اقدام دے، په قرآن مجيد او اسوه حسنه عمل كولو سره مونږ د نړۍ تر ټولو طاقتور قوم جوړېدے شو، بايد مونږ د خپل قوم تربيه وكړو، په دې لړ كښې دې علما كرام عبادات سره سره د اخلاقيات تربيه وكړي، حكومت ښه او معياري تعليم لپاره هڅې كوي. ده دا خبرې د خالي په ورځ په ګورنر هاٶس كښې سيرت النبي ﴿ص﴾ كانفرنس ته د وېډيو لنك د لارې په خپله وېنا كښې وكړې. صدر مملكت ووئيل چې مېډيا د رياست يوه مهمه ستن ده او دا د قوم په تربيه كښې ډېر مهم كردار لري، د پاكستان مېډيا يوه ذمه واره مېډيا ده. د سندھ ګورنر ووئيل چې په كانفرنس كښې د شريك علما و مشائخ مننه كوم. ده ووئيل چې وز يراعظم عمران خان پاكستان د مدينې رياست جوړولو تصور لري او هغه د علما كرامو د مرستې په انتظار دے، په دې لړ كښې د پاكستاني رياست حكمران ستاسو په لور روان دے، علما كرام دې د عمران خان ملګرتيا وكړي. ده ووئيل چې مونږ رحمة للعالمين اتهارټي جوړوو، دا اتهارټي به وزيراعظم ته مشوره وركوي او د ټولې اسلامي نړۍ علما كرام به په دې كښې شامل وي خو د پاكستان علماكرام به ئې مشري كوي ځكه چې د علما كرامو د مرستې نه بغېر دا هر څه ممكن نه دي. الله مونږ ته موقع راكړې چې د مدينې رياست جوړ كړو. كانفرنس ته د سندھ ګورنر هم وېنا وكړه.
د رحمة للعالمين اتهارټي جوړول د وزيراعظم ډېر لوي اقدام دے، په قرآن مجيد او اسوه حسنه عمل كولو سره مونږ د نړۍ تر ټولو طاقتور قوم جوړېدے شو. د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سيرت النبي ﴿ص﴾ كانفرنس ته د وېډيو لنك د لارې وېنا
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ