اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د تېر حكومتونو اخستې قرضو په مد كښې هر كال 2 زره اربه روپۍ وركوٶ٬ اپوزيشن نه غواړي چې اوورسيز پاكستانيانو ته د ووټ حق وركړے شي۔ په كال 2023 كښې به 1500اربه روپۍ د بجلي ګهرو په مد كښې وركول وي٬ د برېښنا پلانټ لګولو په مهال د ماحولياتي بدلون منفي اثرات نظر انداز كړې شوې دي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې د خپلو خبرو په مهال وفاقي وزير ووئيل په سندھ كښې 13 كاله حكومت كوٶنكي پيپلز ګوند د صوبې بېړي چپه كړې٬ سندھ كښې په انفراسټركچر فنډ نه دے مصرف كړے شوے۔ سندھ حكومت ته وركولې كېدونكې پېسه بهر منتقل كېږي٬ مخالفې ډلې سره په ګډه مسئلې هواورول غواړؤ۔ وزيراعظم عمران خان به راتلونكې پنځه كاله هم حكومت كوي، كه مخالفه ډله په راتلونكې ټاكنو كښې د تګۍ اندېښنې لري نو بدلونه دې رامخې ته كړي٬ مخالفه ډلې د انتخابي اصلاحاتو نه ډډه كوي٬ مخالفې ډلې له د انصاف په نظام او انتخابي اصلاحاتو خبره پكار ده، اپوزيشن دې ځان پوهه كړي ھغوي چې څومره په وزيراعظم عمران خان تنقيد كوي هغه به دومره به په اولس كښې مقبول كېږي۔
د تېرو حكومتونو اخستې قرضو په مد كښې هر كال 2 زره اربه روپۍ وركوٶ٬ مخالفې ډلې سره په ګډه مسئلې هوارول غواړؤ۔ وزيراعظم عمران خان به راتلونكې پنځه كاله هم حكومت كوي۔ چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا