اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د 18 کلو میټره اوږد ملتان مېټرو بس سروس پرانسته د نهې په ورځ وكړه ۔ په دې موقع د پبنجاب ګورنر رفيق رجوانه ٬ د پنجاب اعلٰې وزير محمد شهباز شریف او نور هم موجود وو۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د ملتان مېټرو بس سټاپ چونګي لمبر 9 ته هم لاړو۔وزیراعظم محمد نواز شریف د مېټرو بس سروس د مزل آسانيو هم جاج واخست۔ په دې موقع د پنجاب قانون وزير رانا ثناء اﷲ او نور چارواكي هم وزيراعظم سره ٶ۔ د ملتان مېټرو بس سروس څخه به د ورځې 95 زره كسان استفاده كوي۔ 18 كلوميټره اوږد په مېټرو بس سروس 21 سټېشنز جوړې كړې شوې دي ٬ 700 ميټره پس د بس سټاپ جوړ كړې شوې ٬ د اي ټكټنګ نظام به رائج كولې شي او د دې كرايه به هم كمه۔ د 28 اربه 88 کروړه روپو په لګښت تر سره شوې بس سروس به 25 تعليمي ادارې٬ 15 روغتونونه او ګڼ شمېر ماركيټونه يو بل سره تړي٬ مېرمنو او خاص كسانو له بېل چوكۍ جوړې كړې شوې دي۔ مېټرو بس سروس به بهاٶ الدين زكريا پوهنتون څخه پېل كېږي او بوسن سړك ٬ همايون سړك ٬ دولت ګېټ٬ حافظ جمال سړك٬ وهاړي سړك ٬ او بي سي چوك څخه تېرېدو سره به په كمپارا چوك ختمېږي۔ دې پروژې لپاره 265 كناله زمكه اخستې شوې او په ابتدائي توګه به 35 بسونه مسافرو ته د مزل آسانۍ وركوي۔
وزیراعظم محمد نواز شریف د ملتان مېټرو بس سروس پرانسته وكړه
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم