ګوادر 15 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف ګوادر ته رسېدلې دے ٬د ګوادر ډوېلپمنټ اتهارټي ډائرېكټر جنرل وزيراعظم ته په پرمختيائي منصوبو د پېشرفت په حقله بريفنګ وركړې دې ۔ په دې مهال د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال هم وزيراعظم سره ملګري وو۔د دې نه وړاندې چې كله وزيراعظم پسني ته ورسېد نو د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزئي او اعلٰی وزير ثناﺀ الله زهري ده ته هركلے اووئې
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون