اسلام آباد۔18اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د مسلم ليګ (ن) بلوچستان لنډ مهاله صدر جمال شاه كاكړ د ګل په ورځ ملاقات وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې جمال شاه كاكړ وزيراعظم ته د وزارت عظمی منصب په سنبالولو مباركي وركړه او هېواد د پرمختګ په لاره په روانولو له ئې ده ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ ده د بلوچستان پرمختګ په ترجيحي بنيادونو باوري كولو له د وزيراعظم هدايات خوشبينه وګرځول۔ وزيراعظم ووئيل په بلوچستان كښې د پرمختګ رفتار ګړندې كول د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت به د بلوچستان صلاحيت لرونكي افرادي قوت ته د پرمختګ يو ډول موقعې وركول باوري كړي۔
مضمون کا ماخذ : ریل رش