اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي د ډالر په مقابل كښې د روپۍ په قدر كښې استحكام٬ ګراني او د سود شرح كمولو ته حكومت پام لرنه كوي ، مونږ يواځې په ادعاګانو باور نه لرو بلكې تاريخ زمونږ د معاشي كاركردګۍ ګواه دے٬ عمران خان د هېواد معيشت ته زيات زيان رسولے ٬ عمران هېواد سره ھغه حال كړے كوم چې دښمن هم نه كوي، د پي ټي آئي حكومت د بدانتظامۍ له امله دا مهال هېواد بدترين معاشي بحران سره مخ دے، د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د هلو ځلو له امله هېواد د ډيفالټ كېدو نه ساتلے شوے۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ د خزانې وزارت نه بهر ميډيا سره كړې۔ په دې موقع اسحاق ډار د افسوس څرګندونه وكړه چې د پي ټي آئي حكومت پخپلو آخري ورځو شپو كښې سياسي ګټه پورته كولو لپاره د نړيوالو لوظنامو خلاف ورزۍ كړې ۔ ده ووئيل زه د تېرو 34 كالو راهسې ټېكس وركوم او كله مې د ټېكس ګوشوارو كښې تاخير نه دے كړے۔ ده دا تاثر مسترد كړو چې د مسلم ليګ (ن) حکومت د كال 2013 نه تر كال 2018 پخپل دور كښې د روپۍ قدر زيات ساتلو لپاره ماركيټ كښې ډالر انجېكټ كړے٬ مونږ د زرمبادله پانګې د 23 اربه ډالرو رېكارډ كچې ته رسولې وې٬ ده ووئېل مونږ په مارکيټ اکانومي باور لرو٬ مونږ چې حكومت پرېښودو نو معاشي شرح نمو 6.3 فيصد وه٬ په ګرانۍ كښې كمے راغلے ؤ ٬ كه درې دهرنې نه وې شوې نو معاشي شرح نمو به اووه نيم فيصد وه، پاکستان اتومي طاقت دے او معاشي قوت جوړېدے شو
د روپۍ په قدر كښې استحکام، ګراني او د سود شرح كمولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬ تاريخ زمونږ د معاشي كاركردګۍ ګواه دے۔ د خزانې وفاقي وزير سينيټر اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن