اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي هېواد پرمختګ كړے جوړولو لپاره مېرمنې خپلواكه كول او تعليم يافته جوړول ضرورې دي ٬د پاكستان په تعمير كښې مېرمنو مهم كردار ترسره كړے ٬صحت مندې مېرمنې د صحت مندې ټولنې بنياد وي ٬هندۍ وګړې مسكان خان د خپل حق لپاره د مړانې او جرات مظاهره كړې۔ده د دې خيالاتو څرګندونه ويمن ليډرز ايوارډ دستورې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔ده ووئيل اسلام مېرمنو ته د حقونو آزادي وركړی٬تحريك پاكستان كښې مېرمنو ډېره برخه اخستې٬قائداعظم محمد علي جناح د مادرملت قاطمه جناح سره په ګډه په سياست كښې لوي كار كړے ٬دا د هغوي لخوا د قام لپاره پیغام ؤ ٬ ده ووئېل بابائے قوم هم د مېرمنو سياسي او معاشي كردار مرستياله ؤ ٬د پاكستان په تعمير كښې مېرمنو مهم كردار ادا كړے ۔ده ووئيل هندۍ وګړې مسكان خان ته د حق لپاره د مړانې په څرګندونه او جرات سلام كوم٬هغه د خپل حق لپاره اودرېدلې٬بهادره مېرمن د ټولنې په پرمختګ كښې مهم كردار ادا كوي۔صدر ووئيل په معاشرتي اقدارو بدلولو كښې وخت لګي٬د حكومت او اولس په شريكو هڅو بدلون راتللے شي۔ده ووئيل په نړۍ كښې كار كوونكې مېرمنې د خپلې كورنۍ لپاره قربانۍ وركوي٬اوس د انفارمېشن ټېكنالوجۍ له امله مېرمنې په خپلو كورونو كښې كار او د كورنۍ بهترۍ له خپل كردار تر سره كولې شي٬ ده ووئېل د مېرمنو هنرمندو جوړولو او كار كولو لپاره د سازګار ماحول وركولو ته اړتيا ده ۔ده ووئيل د كومې هم پیښې په اړه وګړو له خپلې ذمه وارۍ ترسره كول پكار دي٬حكومت خپلې ذمه وارۍ پوره كوي۔ده ووئيل د هغو ليډرز مېرمنو فرض دي چې هغوي په اولس كښې خبرتيا راپېدا كړي٬د مېډيا هم په دې اړه مهم كردار جوړېږي ۔ په دې مهال دستورې ته د هم ټي وي صدرې سلطانه صديقي هم وېنا وكړه
هېواد پرمختګ كړے جوړولو لپاره مېرمنې خپلواكه كول او تعليم يافته جوړول ضرورې دې۔د صدر ډاكټر عارف علوي د ويمن ليډرز ايوارډ دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : راکی