اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وفاقي كابينې په اي سي اېل د اچولې شوو 172 كسانو پھ نومونو نظرثانۍ لپاره معامله اي سي اېل جائزه كمېټۍ ته لېږلې ده ۔په غونډه كښې اسلام آباد هائي كورټ كښې د درېو ججانو زياتولو٬د غربت ختمولو ادارې يوځاې كولو سره د غربت ختمولو د كوآرډېنېشن كونسل جوړولو٬د ګوړی پھ پیداوار او برآمد د بندېز ختمولو٬د پیښور بي آر ټي لپاره د 123 ملينه يورو قرض٬د تېل او ګاز ډرلنګ لپاره په هيوي مشينرۍ د ايډېشنل كسټم ډيوټۍ ختمولو منظوري وركړی شوې ده٬وفاقي كابينې په كراچۍ كښې د وفاق په فنډ د رغونې او پرمختګ لويو پروژو لپاره د سندھ ګورنر عمران اسماعيل په مشرۍ كښې د اعلٰی اختياراتي كمېټۍ جوړولو٬د اېف سي بلوچستان د شمالي او جنوبي هېډكوارټرز تشكيل لپاره د 2.81 اربه اجرا او د حوېلو بهادر پاور پروژې پشمول 5 يونټې د نجكارۍ په ترجيحي لسټ كښې د شاملولو او د پروېز خټك په مشرۍ كښې د لينډ بانك تشكيل لپاره د كمېټۍ جوړولو هم منظوري وركړه۔وزيراعظم عمران خان د ګرانۍ نوټس اخستلو سره د شمارياتو ادارې ته هدايت كړ?? چې هغه د 40 ښارونو او د 76 ماركيټونو د مانيټرنګ راپور كابينې ته وړاندې كړي۔د لاكهونو كناله سركاري زمكې موثر استعمال لپاره به د پروېز خټك په مشرۍ كښې كمېټي راتلونكې اونۍ د كابينې كمېټۍ ته خپل راپور وړاندې كوي۔د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وفاقي كابينې د غونډې نه پس مېډيا ته بريفنګ كښې ووئيل د كابنې په غونډه كښې وزيراعظم عمران خان د ګرانۍ نوټس اخستې او د سبزيانو٬ميوو او د ضرورت د نورو څيزونو په بيعو كښې استحكام لپاره يې په عملي اقداماتو زور راوړې۔وزيراعظم د شمارياتو ادارې ته هدايت كړ?? چې هغه په دې لړ كښې يو مكنزم جوړ كړي او په ټول هېواد كښې د لويو ښارونو او منډيانو منيټرنګ كولو سره اوونيز راپور وفاقي كابينې ته وړاندې كړي۔د وفاقي كابينې په غونډه كښې د جے آئي ټي په سپارښتنه په اي سي اېل كښې د نومونو اچولو او په دې لړ كښې د سترې محكمې د نظرثانۍ د احكاماتو جاج واخستلې شو۔ده ووئيل په اي سي اېل كښې د نوم اچولو يو طريقه ??ار وي پھ كوم چې وفاقي كابينې عمل كړ??۔د نېب٬اېف آئي اے يا د كومې هم تحقيقاتي ادارې لخوا سپارښتنه كابينې ته لېږلې كېږي۔په دې معامله كښې هم د جے آ ئي ټي پھ سپارښتونو د 172 كسانو نومونه په اي سي اېل كښې اچولې شوي٬ ده ووئېل مونږ ډېر مثالونه لرو چې پكښې يو مثال د خزانې وزير اسحاق ډار دې۔د هغه وخت وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په الوتكه كښې تښتېدلې او تراوسه بېرته نه دې راغلې۔په دې معامله بايد شاهد خاقان عباسي ته نوټس وركړی شي چې هغه يو مجرم ته د هېواد نه د تښتېدو لپاره د الوتكې آسانې وركړې ۔ده ووئيل د سترې محكمې لخوا په اي سي اېل كښې د اچولې شوو 172 كسانو په نومونو د نظرثانۍ په احكاماتو دا معامله د كورنيو چارو وزارت كښې جوړې شوي اي سي اېل جائزه كمېټۍ ته لېږلې شوې۔راتلونكې مياشت به دا كمېټي خپل وړاندېزونه كابينې ته لېږي چې د كومو وجوهاتو په بنياد د دې خلقو نومونه د اي سي اېل نه لرې كولو لپاره نظرثاني پ??ار ده۔ وفاقې وزير ووئېل د دې راپور نه پس به حتمي پريكړه كولې شي۔ وفاقي كابينې د نجكارۍ په ترجيحي لسټ كښې د حوېلو بهادر شاه پاور پلانټ د مارډي پېټروليم د پاتې شيئرز خرڅولو٬د لاكړا كول مائنس٬د سروسز انټرنېشنل هوټل لاهور شاملولو منظوري وركړی ده ۔ ده ووئېل د كے اليكټرك د سيل د كابينې كمېټي جاج اخلي او دا به هم په ترجيحي لسټ كښې شاملولې شي۔وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د دفاع وزير پروېز خټك په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړ?? شوې۔د دې كمېټۍ دا ذمه واري ده چې هغه لينډ بينك ته حتمي شكل وركړي او په بېلا بېلو ځايونو كښې به زمكه د استعمال جوګه كولې شي۔په دې وخت كښې پھ وفاق كښې 9 زره 442 كناله٬په پنجاب كښې 56 زره كناله او په خېبرپښتونخوا كښې 5 زره 258 كناله زمكه په ګوته كړ?? شوې۔ده ووئېل د پروېز خټك په مشرۍ كښې كمېټي به راتلونكې اونۍ كابينې ته 150 كناله زمكه نجي څانګې ته د سپارلو په اړه خپل وړاندېزونه وركوي۔ده ووئيل د اسلام آباد په هائي كورټ كښې په دې وخت كښې د ستر قاضي پشمول د ججانو ټوله شمېره 7 وه او معاملې جاج اخستلو نه پس وفاقي كابينې پريكړه كړ?? چې د اسلام آباد په هائي كورټ كښې د درېو ججانو اضافه دې وكړی شي۔اوس به په اسلام آباد هائي كورټ كښې د ججانو شمېره 10 شي۔ده ووئيل پھ دې وخت كښې د غربت ختمولو بېلا بېل پروګرامونه روان دي ٬وزيراعظم عمران خان هم د غربت خاتمې عزم لري۔ده ووئېل د وفاق په كچه بېنظيرانكم سپورټ پروګرام٬پاكستان بېت المال٬زكواة او عشر٬د غربت ختمولو پروګرام٬اولډ اېج بينيفټ آرګنائزېشن (اي او بي آئي)وركرز فنډ٬نېشنل رورل سپورټ پروګرام او په صوبائي كچه صوبائي بېت المال٬زكواة عشر٬سوشل ويلفيئر ډيپارټمنټ٬سوشل ويلفيئر اتهارټي او د چائلډ پروټكشن بيورو پشمول بېلا بېلې ادارې ??ار كوي۔دا ټولې ادارې يوځاې كولو سره د غربت ختمولو كوآرډينېشن كونسل جوړ كړ?? شوې۔د دې كنوينئره به ډاكټر ثانيه نشتر وي۔دوفاقې وزير ووئيل د تېل او ګاز پېداوار لپاره په ډرېلينګ هيوي مشينري اضافي كسټم ډيوټي لګولې شوې كومه چې وفاقي كابينې ختمه كړه۔دې سره به د تېل او ګاز په څانګه كښې بهرنۍ سرمايه كاري زياته شي۔د اطلعات وزير ووئيل د كراچۍ پرمختګ لپاره حكومت ډېر څه كول غواړي ځكه چې كراچۍ٬معاشي مركز دے خو مونږ په او مني ګروپ٬زرداري سسټم٬مراد علي شاه باور نه شو كولې ځكه د ګورنر عمران اسماعيل په مشرۍ كښې اعلٰی اختياراتي كمېټي جوړه كړ?? شوې چې پكښې به د سندھ د پارليمان غړي او په سندھ اسمبلۍ كښې د اپوزېشن ليډر شامل وي۔ده ووئيل د اېف سي بلوچستان شمالي او جنوبي هېډكوارټرز تشكيل لپاره 55 اربه پ??ار دي٬په وړومبي پړاؤ كښې دې پروژې لپاره 2.1 اربه منظور كړ?? شوې۔ده ووئيل د تكليف خبره دا ده چې د سياچن په سخت موسم او د بلوچستان په سختو غرونو كښې مونږ د وطن حفاظت كوونكو ته هغه آسانې ورنه كړ?? شوې كومې چې وركول پ??ار وې۔ده ووئيل په تېر وخت كښې د ګوړی په پیداوار او په برآمد بندېز لګولې شوې ؤ ۔د خېبرپښتونخوا د لارې به افغانستان ته د پاكستان ګوړه تلله خو افغان دولت ناڅاپي په ګوړه 20 فيصده ټېكس ولګولو او د دې له امله د ګوړی برآمد او د حكومتي اقداماتو له امله پیداوار كم شو ۔وفاقي كابينې د دې معاملې جاج اخستې او د ګوړی په برآمد او پېداوار لګېدلې بندېز ئې ختم كړ??
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وفاقي كابينې په اي سي اېل د اچولې شوو 172 كسانو پھ نومونو نظرثانۍ لپاره معامله اي سي اېل جائزه كمېټۍ ته ولېږله
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن