اسلام آباد 17 دسمبر(اے پی پی) د پاكستان فارماسيوټيكل مينو فيكچررز اېسوسي اېشن لخوا افغان اولس لپاره د 160 ملين روپو داروګانو څخه ډك 8 ټركونه د افغانستان سفارتخانې ته حسپارلے شوي۔په دې لړ كښې د جمعې په ورځ يوه دستوره وشوه چې پكښې داروګان د افغان سفارتخانې استازو ته وسپارلے شول۔په دې موقع د پاك افغان كوآپرېشن فورم چيئرمېن هم موجود ؤ ۔په پاكستان كښې حكومت سره سره نجي څانګه هم په افغانستان كښې د زيات شوې بشري بحران مخ نيوي لپاره په خاص توګه د د ژمي موسم پېل كېدوسره ځايې خلكو سره بشپړه مرسته كوي۔د دې نه پس په چمن پوله 2زره فوډ پيك او د 960 سرمائي فيملي پیك پشمول درې ټركه افغان چارواكو ته سپارلې شوي۔د مرستې دا سامان د پاك افغان كوآپرېشن فورم فتح فاؤنډېشن په مرسته وركړے شوے ۔په دستوره كښې د پاكستان او افغانستان اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔
مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز