اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي پاور ډويژن د پرېښنا د پېداوار په پروژو كار ګړندې كولو او سرمايه كارو ته د پېښو ستونزو لرې كولو لپاره د سي پېك له مخې په انفرادي كچه د رابطې كولو پرېكړه كړې ده ٬ د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه د دواړو هېوادونو د اړيكو قوي كولو لپاره ډېره مهمه ده جې ورسره به دوه اړخيزه مرسته په سباؤن كښ?? لا زياته شي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ پاكستان كښ?? د چين نوي سفير ژاؤ ژنګ سره د خبرو كولو په مهال وكړې چا چې پاكستان كښ?? د سفير په توګه د ذمه وارو سنبالولو نه پس د پاور ډويژن وړومبې دوره وكړه۔ وفاقي وزير په دې موقع د برېښنا په اړه د چينائي سرمايه كارو كردار ستائيلو سره ووئيل د چين او پاكستان د اقتصادي لارې په نتيجه كښ?? به د دواړو هېوادونو اړيكې نوې كچې ته ورسي۔ ده د چين سرمايه كارو ته د برېښا د وېش په كمپنيو كښ?? د ګډون بلنه وركړه ځكه چې د چينائي سرمايه كارو په مرسته د برېښنا د طلب او رسد ترمېنځه فرق ډېر كم شوے۔ چينائي سفير ووئيل د چين سرمايه كار په پاكستان كښ?? د برېښنا په اړه په تندې سره د كېدونكي پرمختګ په غور جاج اخلي۔ ده باور څرګند كړو چې د برېښنا په اړه به چين د پاكستان نوره مرسته هم وكړي۔ چينائي سفير ووئيل د پخواني اولس مشر فاروق احمد خان لغاري سره د هغه وړومبې ملاقات په كال 1996م كښ?? د چينائي وزيراعظم د دورې په مهال شوے و۔
پاور ډويژن د پرېښنا پېداوار په پروژو كار ګړندې كولو او سرمايه كارو ته د پېښو ستونزو لرې كولو لپاره د سي پېك له مخې په انفرادي كچه د تماس نيولو پرېكړه كړې
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں