اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د مذهبونو همغږۍ او مينځني ختيځ لپاره د وزيراعظم خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د سعودي واكدارانو او د حچ وزارت د ګردې نړۍ اسلامي مشرانو سره د مشاورت نه پس پرېكړه كړې ده چې سږ كال به 60 زره سعودي وګړي حج ادا كوي د بهر نه به څوك نه ځي٬ د كوټه يا د مجامله وېزه نشته٬ د بې لارې كوٶنكو په ضد به قانون په حركت كښې راځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ خپل وېډيو پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل د سعودي واكدارو دا پرېكړه د قرآن او سنت په رڼا كښې د كورونا صورتحال په تناظركښې كړې ده۔ ده ووئيل دا ډول ډنډورو كښې هېڅ صداقت نشته چې د پاکستان حکومت يا سفارت ته د مجامله ويزې وركړې شوې دي يا كومه كوټه وركړې شوې ده٬ دا ډانډورې حقيقت نه لري كه څوك داسې بكنګ كوي نو د ھغوي په ضد به قانون نافذ كوٶنكې ادارې او اړوند وزارت ضروري كاروائي كوي
سږ كال به 60 زره سعودي وګړي حج ادا كوي د بهر نه به څوك نه ځي٬ د كوټه يا د مجامله وېزه نشته٬ د بې لارې كوٶنكو په ضد به قانون په حركت كښې راځي۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil