اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د طلاعات او خپرونو وفاقي وزیر مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان د لمسوٶنكو مشر دے٬ ھغه بيا بيا دروغ وېنا سره د ممنوعه فنډنګ كېس٬ د رياستي ادارو په ضد په بدنيتۍ آډانه كمپائن او نورو كېسونو څخه د اولس پام اخوا كولو لپاره قيصۍ٬ حقيقت او شواهد د بدلولو هڅې كوي، عمران خان د ممنوعه فنډنګ څخه د اولس پام اخوا كولو لپاره فېك پروپېګنډا پېل كړې٬ د تورن شهباز ګل په ضد يوه مقدمه درج ده د كومې چې پلټنې روانې دي٬ او پروپېګنډه شوې ده چې په شهباز ګل جنسې تشدد شوې۔ وفاقی وزیرې د پرېس كنفرنس په مهال د تورن شهباز ګل يو ساعت وړاندې وېډيو هم ميډيا ته وښودله چې پكښې تورن شهباز ګل ښه تګړه ښكار دي٬ د خالي په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال وفاقي وزيرې ووئيل د تېرو دريو څلورو ورځو راهسې د تحقيقاتو نه غېر يوه پروپېګنډه روانه ده چې پكښې د شهباز ګل نامه لګولو سره په سوشل ميډيا او ميډيا فېك وېډيوز او عكسونه چلولې كېږي۔ دې ووئيل عمران خان عادي دروغژن دې او په پروپېګنډه كښې دروغ او صرف دروغ وائېلې كېږي۔ دې ووئيل چې تورن شهباز ګل په اے آر وائي د عمران خان سکرپټډ پیپر وركړې چې پكښې ده ادارو ته د بغاٶت كال كړې٬ د دې په بنياده د ھغه په ضد د قانون له مخې مقدمه درج شوې او نيولې شوے دے، په دې مقدمه كښې پلټنې روانې دي او دا پروپېګنډا كېږي چې په شهباز ګل جنسي تشدد شوې۔ دې ووېيل مونږ واضح كول غواړو چې په چا هم تشدد پكار نه دې خو د شهباز ګل په كېس كښې يوازې پروپېګنډا كېږي، په حقيقت كښې په ھغه هېڅ ډول تشدد نه دې شوې۔ دې ووئيل په سوشل ميډيا چلېدونكې وېډيو په چكوال كښې په يو كس زياتې كېږي او هلته ځائي خلق په ھغه تشدد كوي، دا وېډيو شبهاز سره تړلے شوې ده۔ دې ووئيل غلط وېډيوز او عكسونه چلول د سائبر كرائم په زمره كښې راځي٬ د شهباز ګل په كېس كښې انكوائري روانه ده چې ټول شواهد به ئې داخله وزير ډېر زر ميډيا ته وړاندې كړې
عمران خان بيا بيا دروغ وېنا سره د ممنوعه فنډنګ څخه د اولس پام اخوا كولو لپاره قيصۍ٬ حقيقت او شواهد د بدلولو هڅې كوي۔ مریم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری