كوئټه 28 اپرېل (اے پي پي) د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي د چين پاكستان اقتصادي لارې د لوېديځ روټ ابتدا اوسني حكومت د بلوچستان نه وكړه او دا ئې په حقيقت بدل كړو، د سي پېك لوېديځ روټ به د اوسني حكومت په دور كښې ترسره كولے شي. ده دا خبرې د كوئټه وېسټرن بائي باس دوه مخېزه كولو، د ډېره مراد جمالي بائي باس او د زيارت موړ ، كېچ، هرنائي، سنجاوي روډ د پروژو د بنياد اېښودو دستورې په موقع په خپله وېنا كښې وكړې. وفاقي وزير ووئيل د تېرو پنځلسو كلونو په مهال د 1100 كلوميټره اوږدو سړكونو منصوبه بندي شوې، اوسني حكومت د دوه نيمو كلونو په مهال د 3300 كلوميټره اوږدو سړكونو نه يوازې منصوبه بندي كړې بلكې په دې كار هم پېل شوے. ده ووئيل اوسني حكومت د سي پېك لوېديځ روټ په حقيقت بدل كړے. ده ووئيل دا روټ به په اوسني حكومت كښې ترسره كولې شي. ده ووئيل د ژوب- خضدار په پروژه كار پېل شوے. د ډېره اسماعيل خان- ژوب پروژې منظوري وركړې شوې او په دې به ډېر زر كار پېل شي. ده ووئيل د بسيمه، خضدار او د هوشاب آواران په پروژه هم كار پېل شوے. ده ووئيل د 796 كلوميټره چمن، كوئټه، كراچې د لويې لارې دوه مخېزه كولو كار به سږ كال پېل شي. ده ووئيل د دې لويو لارو جوړېدو په نتيجه كښې به نه يوازې د بلوچستان په لرې سيمو كښې د معاشي پرمختګ نوے دور پېل شي بلكې د سي پېك د لارې به په ټوله منطقه كښې د معاشي پرمختګ لار هواره شي.
د چين پاكستان اقتصادي لارې د لوېديځ روټ ابتدا اوسني حكومت د بلوچستان څخه وكړه او دا ئې په حقيقت بدل كړو. د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa