دوشنبے 15 جولائي (اے پي پي)د وزيراعظم د تجارت او سرمايه كارۍ صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي پاكستان او ازبكستان د مرستې زياتولو پراخا موقعې لري٬د پاك ازبك تجارتي مرستې څخه به نوے دور پېل شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان ازبكستان بزنس فورم ته د وېنا كولو په مهال كړې۔د تجارت صلاحكار ووئيل د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د مرستې بې شمېره موقعې موجود دي۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د ازبكستان دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د مرستې ودې له به بلې لوظ نامې لاس ليك كېږي۔د دواړو هېوادونو سوداګر زمونږ اثاثې دي ۔د تجارت صلاحكار ووئيل د پاك ازبك تجارتي مرستې څخه به نوے دور پېل شي۔ده ووئيل د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د تجارتي مرستې زياتولو پراخا موقعې شته ۔د دواړو هېوادونو سوداګرو له دې موقعو څخه ګټه پورته كول غواړي۔ده ووئيل پاكستان كاروبار او سرمايه كارۍ لپاره سازګار ماحول وركړے۔د ازبكستان سوداګر د دې څخه استفاده كولې شي
پاكستان او ازبكستان د مرستې زياتولو پراخا موقعې لري۔ د عبدالرزاق داؤد د پاكستان ازبكستان بزنس فورم ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل