اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي د اپوزيشن مشرانو زندان ته د تللو وخت راغلے٬ وزيراعظم عمران خان د اولس په ووټ منتخب شوے، وزيراعظم عمران خان ته يو كروړ 70 لكه كسانو ووټ وركړے ٬ يو ځل نه لس وارې دې عدم اعتماد تحريك وړاندۍ كړئ پاتې به راځۍ۔ د نهې په ورځ د اپوزيسن په پرېس كنفرنس خپل غبرګون كښې فرخ حبيب ووئيل د غلو ټولګي پرېس كنفرنس كړے ٬ دوي د هېواد ګټې لپاره نه بلكې خپلو مفاداتو لپاره راغونډ شوي ، كله چې دوي بهر هېوادونو كښې جائيدادونه اخستل او د دوي بچو بهر كاروبارونه كول نو ھغه وخت د هېواد مفاد د دوي نه هېر ٶ، ده ووئېل كله چې آصف زرداري د پاپړو او فالودې والا په اكاٶنټ مني لانډرنګ كولو نو ھغه وخت د هېواد مفاد چرته ٶ، كله چې شهباز شريف د مقصود نائب قاصد په اكاٶنټ كښې د كرپشن پېسې جمع كولې نو ھغه وخت د هېواد مفاد چرته ٶ۔ ده ووئيل وړومبے دوي په سېنېټ كښې پاتې راغلي او اوس به پارلمان كښې هم پاتې راځي ۔وزير مملکت فرخ حبيب ووئيل مونږ به د اپوزيشن پشمول د بهرنو طاقتونو مقابله كوٶ، د اپوزيشن د عدم اعتماد تحريك به ناکامه كېږي حكومت به دا موده هم ترسره كوي او راتلونكو پنځو كالو له به هم وزيراعظم عمران خان وي
د اپوزيشن مشرانو زندان ته د تللو وخت راغلے٬ وزيراعظم عمران خان د اولس په ووټ منتخب شوے٬ يو ځل نه لس وارې دې د بې باورۍ تحريك وړاندۍ كړي پاتې به راځۍ۔ وزير مملکت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : گرم گرم