اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې او آئي سي دې د جمو كشمير شخړې تلپاتي حل لپاره خپلې هڅې زياتې كړي٬ كشميرې اولس به نړيوال ضمير تر هغه وخت راوېخوي تر څو چې د هغوي د محرومو ازاله نه وي شوې۔ د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې په جمو كشمير د او آئي سي رابطه ډلې په غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه كولو په مهال خارجه وزير ووئيل چې حق خوداراديت د نړيوال قانون بنيادي اصول دي٬د خپل تقدير پريكړې كولو حق لرل آزادۍ او انساني عزت لپاره مهم دي٬ د بده مرغه د جمو كشمير خلكو ته تراوسه دا منلې شوې حق نه دې ترلاسه شوې۔ ده ووئيل په جمو كشمير كښې د هندي ځواكونو په غېر قانوني توګه د راتللو نه پس كشميريان د تېرو 70 كلونو څه زياته مودې څخه په جبر او استبداد كښې ژوند تېروي۔ خارجه وزير ووئيل د 5 اګست 2019 غېر قانوني او يو اړخيزه هندي اقداماتو نه پس رياستي جبر كښې څو چنده اضافه شوې۔ ده ووئيل د افسوس وړ خبره دا ده چې د نړيوال قانون او څلورم جنيوا كنونشن خلاف وزري كولو سره په كشمير كښې اسلامي اكثريت په خپله زمكه اقليت كښې بدلولې شي٬ تر دې دمه 4.2 ملين جعلي ډوميسائل سرټيفيكټ داسې خلكو ته جاري كړې شوي د كومو تعلق چې كشمير سره نه دې۔ده ووئيل په مقبوضه جمو كشمير كښې خراب شوې صورتحال ته پام كول ضروري دي له دې كبله او آئي سي دې د جمو كشمير شخړې اوږدې مودې حل لپاره خپلې هڅې زياتې كړي۔
او آئي سي دې د جمو كشمير شخړې تلپاتي حل له خپلې هڅې زياتې كړي٬ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په جمو و كشمير د او آئي سي رابطه ډلې غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک