اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د بين الپارليماني يونين صدر دوآرتے پاشيكو په درې ورځنۍ دوره اسلام آباد ته رارسيدلې دې،د آئي پي يوصدر دوآرتے پاشيكو د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په بلنه د پاكستان دوره كوي۔د اتوار په ورځ د سېنېټ د اړخه جاري شوې پريس ريليز له مخې د آئي پي يو صدر به د خپلې دورې په مهال د صدر پاكستان ډاكټر عارف علوي، وزيراعظم پاكستان مياں محمد شهباز شريف، چيئرمېن سېنېټ محمد صادق سنجراني، سپيكر قامي اسمبلي راجه پرويز اشرف او نور اعلي كچ ملاقاتونه كوي۔د قامي اسمبلۍ د سيورې لاندې بين الپارليماني يونين دريم ريجنل سيمينار پرانستي دستوره كښې به هم د آئي پي يو صدر ګډون كوي او دا سيمينار پاكستان كښې د اوسني سيلابونو له امله شوې تباهۍ څخه بيل هېوادونو خبرولو لپاره كېږي۔سنېټر فيصل سليم رحمان د آئي پي يو صدر د اسلام آباد په هوائي ميدان هركلې وكړو۔ سنېټر فيصل سليم رحمان د پاكستان حكومت او اولس د اړخه د آئي پي يو صدر ته هركلې وئيلو سره ووئيل د آئي پي يو صدر د پاكستان درې به مثبت نتيجې ترلاسه شي۔د آئي پي يو صدر ووئيل په پاكستان كښې د اوسني بارانونو او سيلاب له امله په شوې مالي او ځاني زيان دړديدلې يو۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې دې پرمختللي هېوادونه د پاكستان مرسته وكړي۔
بين الپارليماني يونين صدر دوآرتے پاشيكو په درې ورځنۍ دوره اسلام آباد ته راورسيد
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات