اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د خزانې وزير مفتاح اسماعيل سره د ټاول كے اېس اے چيف انټرنيشنل آفيسر ايمانوئل ليونارډ د شورو په ورځ ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال پاكستان كښې کنټري منيجر جوآن پا سانچيز، ډائريکټر پاکستان او د پاکستان ټاول کے ايس اے کنټري نمائنده شاه فېصل صفدر خټك هم په دې موقع موجود وٶ۔ په دې موقع د خزانې وزير د TAWAL KSA د آپريشنز، مقصد او وژن په اړه خبر كړے شو او په دې خبرې وشوې چې د ټيلي کام د انفراسټرکچر پرمختګ او اضافه د TAWAL کليدي ترجيح ده٬ دغسې په پاکستان كښې د TAWAL ټيلي کام ترلاسه كېدو نه پس، د كمپنۍ مقصد پاكستان كښې د موبائل نېټ ورك آپرېټرز ته په تندۍ سره د زياتېدونكې ډېټا طلب لپاره خپل ښه كورېچ او د ضرورتونو ترسره كولو اجازه وركول دي۔ په دې موقع د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د ټاول د آپريشنل کار ستائنه وكړه او په پاكستان كښې د ټېلي كام په څانګه كښې پرمختګ لپاره ئې د دې اهميت تسليم كړو۔ ده پلاوي ته باور وركړٶ چې موجوده حكومت په كاروبار كښې آسانۍ او په پاكستان كښې نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كاري آسانولو لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ دغسې وفاقي وزير پلاوي ته د خپلې مرستې او ملاتړ باور وركړو
د خزانې وزير مفتاح اسماعيل سره د ټاول كے اېس اے چيف انټرنيشنل آفيسر ايمانوئل ليونارډ وليدل
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری