چيچه وطني 11 جولائي (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) نائب صدر مريم نواز وئيلي دي چې وزيراعظم محمد شهباز شريف به ډېر زر اولس لپاره ريليف اعلان كوي، سختې پرېكړې كول ٶ وشوې٬ ان شآء الله ښې ورځې راروانې دي، د اولس په ژوند كښې د سكون تر راوستلو به يوې دقيقې لپاره په قلاره نه كېښنو، مسلم ليګ (ن) به هېواد د مسئلو نه رابهر كولو سره بيا د پرمختګ په لاره سموي، اولسي حكومت هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړو اوس به اولس ته ريليف وركوي۔ په چيچه وطني كښې جلسه عام ته خپلې وېنا كښې مريم نواز ووئيل د حبس او ګرمۍ باوجود په جلسه كښې په لويه كچه اولس موجود دې، په جلسه كښې محمد نواز شريف سره د مينه لرونكو په لويه شمېره ليدلو خوشحاله شوې يم٬ د چيچه وطني جذبه دا وائي چې د جولائي په 17مه نيټه زمرے راروان دې۔ دې ووئيل كومو بحرانونو څخه چې د هېواد حالت خراب شوې اوس په ختمېدو دي، د لوي څښتن په مننه په هېواد كښې د پرمختګ دور بيا پېل شوے دے۔ مريم نواز ووئيل اوسنې حكومت هېواد د مشكل حالاتو نه بهر كولو لپاره هڅې كوي۔ دې ووئيل د پټروليم مصنوعاتو د بيعې كمېدو اثرات به تر اولس منتقل كوٶ۔ دې ووئيل عمران خان كرپشن كړے دے٬ ھغه اولس سره د 50 لكه كورونو او د يو كروړ نوكرو لوظ كړې ٶ خو يو لوظ ئې ترسره كړې نه كړې شو، د پنجاب وزيراعليٰ حمزه شهباز بې وسه طبقې لپاره د وېړيا برېښنا اعلان وكړو نو فتنه خان عدالت ته لاړ، اولس ته ګټه رسېدو سره فتنه خان ته تكليف رسېدلې، د جولائي 17مې نيټې نه پس به د پنجاب بې وسه طبقو ته مفت برېښنا وركوٶ۔ دې ووئيل عمران خان له به د قامي خزانې حساب وركول وي۔ مريم نواز ووئيل ان شآء الله په پنجاب كښې به مسلم ليګ (ن) زبردست كاميابي ترلاسه كوي
وزيراعظم به ډېر زره اولس لپاره ريليف اعلان وكړي.پاکستان مسلم ليګ (ن) نائب صدر مريم نواز په چيچه وطني كښې جلسې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت