اسلام آباد۔20ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي كمبوډيا او پاكستان د دوه اړخيزه سرمايه كارۍ ٬ تجارت او كاروباري مرستې بلها ګنجائش لري ٬ له كوم څخه به چې بشپړه ګټه پورته كول وي٬ د دواړو هېوادونو په معيشت كښې د ګارمنټس او ټېكسټائل څانګې د ملا د تېر حېثيت لري كومو ته چې د دواړو هېوادونو د همكارانو ترمينځه تړون رامخې كولو سره لا وده وركولې كېدې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د ورلډ برج ګروپ آف كمپنيز كمبوډيا چيئرمېن بورډ آف ډائرېكټرز نېك اوكھنا رېتھي سيئر سره خبرو كښې وكړه چا چې دوئي سره د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال صدر مملكت د پاكستان هېلتھ کیئر، رئیل اسټېټ، توان، كركيلې، هاؤسنګ، تعمیرات، ماربل، ګرېنائټ، پری فېبرېکېټډ ھاؤسز او د سېلګرۍپه څانګو كښې د سرمايه كارۍ په موقعو رڼا واچوله۔ صدر مملكت ووئيل په دواړو هېوادونو كښې د وړې او منځومانې درجې كاروباري ادارې دي او د ټېكنالوجي ٬ تربيې او هنر منتقلۍ او د څيزونو او خذماتو يو بل سره د ګډولو د لارې د دواړو هېوادونو اېس اېم اي سېكټرز ته ګټه رسېدې شي۔ صدر مملکت ووئيل كمبوډيا د ارزانو كورونو جوړولو يوه ښه تجربه لري كوم چې په لږه موده كښې جوړېدې شي۔ ده زياته كړه چې سېلاب ځپليو لپاره په دې كورونو غور كېدې شي۔ په دې مهال نېک اوکھنا ریتھی سیئر ووئيل چې هغه په ټېکسټائل او د خام مال په درآمداتو كښې ٬ لاجسټکس، پراپرټی ډوېلپمنټ، ټېکنالوجی، خوراک او مشروبات، میډیا، ای کامرس، بېنکنګ او د سېكورټي په څانګو كښې مرسته كښې خوښي لري۔ ده ووئيل پلاوې به د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت ٬ كاروبار او سرمايه كارۍ امكاناتو جاج اخستلو له د ماركيټ سروے وكړي
كمبوډيا او پاكستان د دوه اړخيزه سرمايه كارۍ ٬ تجارت او كاروباري مرستې بلها ګنجائش لري٬ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د ورلډ برج ګروپ آف كمپنيز كمبوډيا چيئرمېن بورډ آف ډائرېكټرز سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں