اسلام آباد۔26اکتوبر(اے پی پی) هر كال د پاكستان حكومت لخوا د كشمير افيئرز او ګلګت بلتستان وزارت د هداياتو لمخې 27 اكتوبر په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم او زياتي او ناجائزه قبضې په ضد د تورې ورځی په توګه لمانځلې شي۔ د روان كال په مهال هم لوك ورثې په دې لړ كښې 27 اكتوبر مظلوم كشمير اولس سره د يو والي څرګندونې له د تورې ورځې په توګه د لمانځلو پروګرام ترتيب كړې دې په كوم كښې چې د مقبوضه كشمير په مظلوم اولس د هند ظلم او بربريت نړۍ ته ښودلو له د يو عكسي نندارتون اهتمام شوې دې۔ نندارتون كښې د كشميري اولس د آزادۍ تحريك او د هندي ظلم او زياتي عكاسي شوې ده۔ دې سره سره په مقبوضه كشمير به يوه وډيو ډاكومېنټري هم ښودلې شي او لوك ورثه كمپلېكس كښې به د كشمير اولس د آزادۍ تحريك په حمايت كښې د بېلو سرخطونو نعرو بېنرې لګولې او تورې جھنډې رپولې شي
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب