اسلام آبا?? 04 ??ون (اے پي پي)د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښ?? د قدرتي ماحول تحفظ او بحالۍ لپاره انقلابي اقدامات شوي د كومو چې په ټوله نړۍ كښ?? اعتراف كېږي٬د ماحوليات د نړيوالې ورځې كوربتوب د پاكستان لپاره اعزاز دے٬د اولس ماحول او قدرتي وسائلو پرمختګ لپاره دې د حكومتي هڅو بشپړه مرسته وكړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ د ماحوليات نړيوالې ورځې په اړه د عكسونو نندارتون پرانستې په موقع مېډيا سره په خبرو كښ?? كړې۔په دې موقع د اطلاعت او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او وزير مملكت فرخ حبيب هم موجود وو۔زرتاج ګل ووئيل پاكستان ب?? د جون په پنځمه نېټه د ماحوليات نړيوالې ورځې كوربتوب كوي٬د ملګرو ملتونو د نړيوال ايونټ كوربتوب د پاكستان لپاره اعزاز دے۔دې ووئيل د قدرتي ماحول تحفظ او بحالۍ لپاره د پاكستان د سنجيده هڅو اعتراف دے۔دې ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت د وزيراعظم عمران خان پاك او شين پاكستان ويژن له مخې په هېواد كښ?? د ماحوليات څانګې پرمختګ لپاره انقلابي اقدامات كړي۔په دې كښ?? د هېواد په ښيرازه سيمه كښ?? اضافې لپاره ټين ب??ين ټري سونامي پروګرام٬د قدرتي ماحول بحالۍ ايكوري سټورېشين پراجېكټ٬د ځنګلونو تحفظ لپاره د نېشنل پاركس وده٬ د كلائميټ سمارټ كركيلې پرمختګ٬د آلودګۍ مخ نيوي لپاره په پولي تهين ب??ګز بندېز او په برېښنا چلېدونكي ګاډي معارفي كولو پشان لويې اقدامات شامل دي۔زرتاج ګل ووئيل موڼږ وياړ لرو چې زمونږ حكومت په دريو كلونو كښ?? هغه كارونه كړي كوم چې د تېرو 70 كلونو په تاريخ كښ?? نه دي شوي۔ وزير مملكت ووئيل هغه په دې موقع د قام هر كس ته دا پیغام وركوي چې د قدرتي ماحول او وسائلو تحفظ زياتولو ٬پاكوالي او شجركارۍ په هڅو كښ?? برخه واخلۍ دغسې چې پاكستان د راتلو??كو نسلونو لپاره محفوظ هېواد جوړ كړے شي
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قدرتي ماحول تحفظ او بحالۍ لپاره انقلابي اقدامات شوي۔زرتاج ګل
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena