کراچۍ 10 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان د ټيکنالوجۍ په څانګه كښې مخ په وړاندې روان دے ٬ كرنټ اكاٶنټ خساره ډېره كمه شوې خو د معيشت پرمختګ سره په دې فشار زياتېږي٬ مونږ له برآمدات زياتول او د مني لانډرنګ لاره نيولو ته پاملرنه كول دي٬ بهر هېواد څخه دې پاكستانيان د بېنكنګ چېنل د لارې خپلې پېسې رالېږي، مونږ د خود انحصارۍ په لاره روان يو، شپ لفټ اېنډ ټرانسفر سسټم تنصيب سره به د جهاز رانۍ صنعت ترقي وكري او معيشت ته به ګټه ورسي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د نن د نهې په ورځ د کراچۍ په شپ يارډ كښې د شپ لفټ اېنډ ټرانسفر سسټم پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعيل٬ وفاقي وزيران اسد عمر، زبېده جلال او علي حېدر زېدي هم موجود وو۔۔ وزيراعظم ووئيل زه په دې خوشحاله يم چې د ټېكنالوجۍ په څانګه كښې مونږ مخ په وړاندې روان يو۔ پاكستان چې 50 كاله وړاندې د پرمختګ په كوم سفر روان ٶ د بده مرغه ھغه سفر بيا برقرار ونه ساتلے شو او مونږ پخپلو ښپو د اودرېدو او د مخ په وړاندې تګ په ځائے په نورو انحصار كول شروع كړي وو ۔ وزيراعظم ووئيل كوم قامونه چې مقاٶمت نه كوي ھغوي هېڅكله په خپلو ښپو نشي اودرېدے٬ د مدينې رياست په اصولو چې كوم قام چلېږي ھغه به ترقي كوي او كاميابۍ به ئې قدمونه ښكلوي٬ د حضرت محمدۖ ژوند مونږ لپاره د لارې مشال دے٬ محمدعربيۖ چې كله غېر ملكي مشرانو ته چيټۍ وليكلے نو د ھغوي نه ئې مرسته نه وه غوښتې بلكې ھغوي ته ئې د پاك پرودګار پېغام رسولے او خود داره قام په رامخې ته كولو ئې انساني تاريخ بدل كړے٬ د نبي آخرزمان جوړ كړي قام د نړۍ امامت كړے۔ وزيراعظم ووئيل زه په دې خوشحاله يم چې مونږ يو ځل بيا په خپلو ښپو د اودرېدو هڅه كوٶ٬ د كراچۍ په شپ يارډ كښې د سمندري بېړيو د مرمت نوے نظام او د ټېكنالوجۍ استعمال سره به د هېواد پېسه بچ شي او كوم كار چې به مونږ وړاندې نورو هېوادونو څخه كاٶو ھغه به اوس دلته كېږي٬ دې سره به نه يوازې قېمتي زرمبادله بچ شي بلكې مونږ به دا سهولت نورو هېوادونو ته هم وركوٶ۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد معيشت بهترۍ پلو روان دے٬ د كرنټ اكاٶنټ خساره ډېره كمه شوې۔ وزيراعظم دا هيله څرګنده كړه چې دې منصوبې سره به پاكستان ډالرې وګټي۔ ده ووئيل حكومت برامدات زياتولو او د مني لانډرنګ لاره نيولو ته پاملرنه كوي۔ ده په بهر هېوادونو كښې په مېشته پاكستانيانو زور رواړو چې ھغوي خپل ترسيلات زر د بېنكنګ چېنل د لارې راولېږي۔ ده ووئيل په ماضي كښې واكمنو پېسه غلا كولو سره بهر لېږلې ٬ مونږ له د دغې سلسلې لاره نيول دي او خود انحصارۍ ته پام كول دي او مونږ هم په دغه لاره روان شوې يو۔
پاکستان د ټيکنالوجۍ په څانګه كښې مخ په وړاندې روان دے٬ د شپ لفټ اېنډ ټرانسفر سسټم تنصيب سره به د جهاز رانۍ صنعت وده ومومي ۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores