اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزیر محمد اعظم خان سواتی ډي اېس ریلویز لاهور او نورو افسرانو سره د لاهور نه تر ساهیوال سیکشن د ونډو ټریلنګ انسپکشن وكړو۔ونډو ټریلنګ انسپکشن كښې د ټريك حالت پشمول ګیج او د الائنمنټ جاج واخستلے شو ۔وفاقی وزیر په سیکشن مسافرو لپاره د موجودو آسانيو جاج هم واخست۔ د ونډو ټریلنګ انسپکشن په مهال د پرېم نګر اسټېشن د اهمیت او کارکردګۍ جاج واخستلے شو۔وفاقی وزیر د پرېم نګر ډرائي پورټ لاهور دوره هم وكړهاو د ریلوے سیکشن ستېشنز حالت، آپریشنل سسټم پشمول د آمدن جاج هم واخستلے شو او د ټریك كښې د مېن ټېننس پشمول د ګینګز ورکنګ څارنه ئې هم وكړه۔کوټ لکھپت سټېشن سره نزدې ګيټ لمبر 41 خصوصی چیك كړے شو۔په دې مهال د ريلوے وزير په خپلو خبرو كښې ووئيل د اولس آسانيو لپاره ریلوے كښې اقدمات کوو ، ریلوے ګټه وره اداره جوړولو لپاره ګامونه پورته كوو۔په دې لړ كښې فریټ ټرينونو خراب حالت به ښه كولے شي۔په دې مهال ډی اېس ریلوے لاهور محمد ناصر خلیلي وفاقي وزیر له د سيكشن کارکردګي زياتولو او ډرائي پورټ ګنجائش زياتولو په اړه بريفنګ وركړو
ریلوے ګټه وره اداره جوړولو له اقدامات کوو، د ريلوے وفاقي وزیر محمد اعظم خان سواتي لاهور نه تر ساهیوال سیکشن د ونډو ټريلنګ انسپکشن په موقع خبرې
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena