اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد د پاكستان وړومبي ماحول دوست پلاسټك روډ پرانسته كړې ۔د ګل په ورځ د پاكستان وړومبې ماحول دوست پلاسټك څخه د جوړ شوي سړك د پرانستې دستورې په موقع ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د پلاسټك روډ جوړولو سره به سيمه كښې د خيرنوالي خپريدو كمي له مرسته تر لاسه شي۔ده ووئيل د دې اقدام مقصد د خزلې په وجه د ماحولياتي آلودګۍ اثرات كمول دي۔ شيخ رشيد احمد ووئيل د دې تصور له مخې به نه يواځې اسلام آباد كښې سړكونه جوړ شي بلكه د هېواد په نورور ښارونو كښې به هم سړكونه جوړ شي۔ ده د وفاقي ترقياتي ادارې (سي ډي اے) چيئرمېن عامر علي احمد د اړخه په وفاقي پايه تخت كښې د پلاسټك روډ پراجيكټ اقدام وستائلو ۔ د سيالكوټ پېښې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب د كورنيو چارو وزير ووئيل حكومت په هيڅ ډول هم انتها خوښو سره رعايت نه كوي
د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد د اړخه د پاكستان وړومبي ماحول دوست پلاسټك روډ پرانسته
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت