اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي)پاكستان يو ځل بيا واضحه كړې چې په موجوده حالاتو كښې هند سره د بشپړه سفارتي اړيكو بحالي ممكن نه ده٬هند له به سازګار حالات جوړول وي۔ د هند سوچ او اقدام د منطقې د امن لپاره خطرناك دے ۔وزيراعظم عمران خان به راتلونكې اونۍ د چين په دوره ځي٬د سي پیك رفتار كمېدو تاثر سم نه دے۔د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غونډه به د مارچ په 22مه او 23مه نېټه په اسلام آباد كښې كېږي۔ د جمعې په ورځ په خپل اوونيز بريفنګ كښې د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار وئېلي دي چې پاكستان تل يو بل سره د امن په بنياد د ښه اړيكو خواهش څرګندونه كړې خو نوې ډېلي كله هم مثبت ځواب نه دې راكړې۔د خارجه دفتر وياند ووئيل چې د جنورۍ په 26مه نېټه په ټوله نړۍ كښې كشميريانو د هندي د جمهوريه ورځ د تورې ورځې په توګه لمانحلې٬هند د 7 لسيزو څخه په كشمير كښې ظلم كوي او نړيوال قوانين ماتوي۔نړۍ د كشمير د صورتحال څخه خبر ده۔عاصم افتخار وئېلي دي چې د سي پېك رفتار كمې تاثر سم نه دے۔د كورونا باوجود په سي پېك كار روان دے۔وياند ووئيل چې وزيراعظم به د بيجنګ سرمائي اولمپنكس پرانستې دستوره كښې ګډون كوي د دې نه علاوه وزيراعظم به د چين اعلٰی قيادت سره ملاقات كوي٬هغه به د چين دورې په مهال په دوه اړخيزه اړيكو هم خبرې كوي۔وياند ووئيل چې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غونډه به د مارچ په 22مه او 23مه نېټه په اسلام آباد كښې كېږي۔ خارجه وزير د او آئي سي عمومي سېكتر سره ټېليفوني تماس نيولې۔ په خبرو كښې د افغانستان په اړه د او آئي سي خارجه وزيرانو په غونډه او د كشمير په صورتحال هم خبرې شوي۔ده ووئيل چې پاكستان په سعودي عرب او متحده عرب امارات كښې د حوثي ياغيانو د بريدونه غندنه كوي۔ده ووئيل چې د ټي ټي پي په اړه د معيد يوسف بيان غلط رپورټ شوے
په موجوده حالاتو كښې هند سره د بشپړه سفارتي اړيكو بحالي ممكن نه ده٬هند له به سازګار حالات جوړول وي۔ د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب