اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس د لاسه د خېبر پختونخوا نه پس پنجاب كښې تر ټولو زيات كسان مړه شويِ دي۔ ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 73 كسان مړه شوي دي كومو كښې چې 19 كسان په وينټي ليټر موجود وو۔ د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې د كورونا نور 5 زره 152 كېسونه رپورټ شول۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د كورونا ټول 60 زره 162 ټېسټونه شوي٬تراوسه په هېواد كښې د كورونا څخه د ښه شوو كسانو شمېره 6 لكه 62 زره 845 ته رسېدلې۔ په ګلګت بلتستان او بلوچستان كښې د كووېډ كوم رنځور په وېنټي ليټر نشته٬په ټول هېواد كښې 538 رنځوران په وينټي ليټر موجود دي۔ د فعاله كېسونو شمېره 82 زره 276 او د ځپليو شمېره 7 لكه 61 زره 437 ته رسېدلې ده۔ تر دې دمه د دې وائرس د لاسه په مجموعي توګه 16 زره 316 كسان مړه شوي دي۔ تراوسه هېودا كښې د كووېډ 1 كروړ 12 لكه 4 زره 529 ټېسټونه شوي۔ دغسې كووېډ لپاره په بېل كړې شويو 630 روغتونونو كښې د 5 زره 349 رنځورانو درملنې روانې دي
د تېرو 24 ساعتو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 5152 كيسونه رپورټ شول ٬ نور 73 كسان مړه۔ تر ټولو زيات كسان خېبر پختونخوا كښې مړه ٬ د اېكټو كېسونو شمېره 82276 ته ورسېده٬ نېشنل كمانډ اينډ آپرېشن سنټر
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil