اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار شوكت ترين د اېس اېم ايز د كار به دائره كښې پراختيا او د سيمه ايز اېس اېم ايز ترويج او پرمختګ لپاره د سميډا موثره كولو په ضرورت زور راوړے ۔ده دا خبره د ګل په ورځ د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروباري پالېسۍ جاج اخستو غونډې مشرعغ كولو په مهال كړې۔وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار٬٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د خزانې سېكرټري٬د تجارت سېكرټري٬د صنعت او پیداوار سېكرټري٬د سټېټ بېنك ګورنر٬د اېف بي آر چيئرمېن٬د سميډا سي اي او او سينئر افسرانو په غونډه كښې ګډون كولو۔د صنعت او پیداوار سېكرټري په غونډه كښې ګډون كوونكو له د مجوزه اېس اېم اي د پالېسۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ده ريګوليټري او ټېكس ماحول٬د اېس اېم اي ماليات تر رسنې٬ د سمېډا په اداره جاتي توګه قوي كولو او د اېس اېم اي ډوېلپمنټ فنډ د شراكتدارو په تحفظات رڼا واچوله۔ده ووئيل د مجوزه اېس ايم اي پالېسۍ نفاذ سره به د هېواد په معيشت كښې د اېس اېم اي خذمات ته وده وركولو له مرسته تر لاسه شي۔په غونډه كښې د اړوندو شراكتدارو په تفصيل سره جاج واخستلے شو ٬ دغسې چې اتفاق پرې ممكن شي۔د خزانې صلاحكار قامي معيشت كښې د وړوكې او مينځنۍ درجې په كاروبار رڼا واچوله۔ده ووئيل حكومت اېس اېم ايز له آسانيو وركولو او كاروبار كښې آسانۍ لپاره ګامونه پورته كوي۔ده د اېس اېم اي د كار دائره كښې پراختيا او د سيمه ايز اېس اېم ايز ترويج او پرمختګ لپاره د سميډا لا موثره كولو په حاجت هم زور راوړو۔
د اېس اېم ايز د كار دائره پراخه كول او د سيمه ايز اېس اېم ايز ترويج او پرمختګ لپاره سميډا موثره كولو ته اړتيا ده۔د خزانې صلاحكار شوكت ترين غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج