اسلام آباد۔03اپریل (اے پی پی) پاكستان كښې د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف وئېلي دي آذربائيجان پاكستا?? او تركيه خپل خاص دوستان ګڼي او دوي سره دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيكې لا قوي كول غواړي٬د آذربائيجا?? او تركيه تجارت نزدې تر 6 ارب ډالره رسېدلے او آذربائيجان پاكستان سره هم ??ري?? تجارت دغې كچې ته رسول غواړي كوم به چې د دواړو هېوادونو لپاره زيات ګټور وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري دورې په موقع سوداګرو سره په خبرو كښې كړې۔خضر فرهادوف ووئېل په كال 2022 كښې پي آئي اے د آذربائيجا?? او پاكستان ترمينځه نيغ په نيغه پروازونه پېل كړ?? كومو څخه چې ??ري?? تجارت يو په درې زيات شوے او د آذربائيجان ايئر لائن به هم ډېر زر لاهور٬كراچۍ او اسلام آباد له نيغ په نيغه پروازونه پېل كړ?? كومو څخه به جې د دواړو هېوادونو ??ري?? تجارت لا ښه شي۔ده ووئيل آذربائيجان د پاكستان صنعتي او برآمداتي مركزونو سره نيغ په نيغه په پروازونو پېل كولو غور كوي۔په دې موقع د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر احسن ظفر بختاوري وئېلي دي د پاكستا?? او آذربائيجان دوه اړخيزه تجارت د دواړو هېوادونو د اصل صلاحيت سره مطابقت نه لري لهذا ضرورت د دې خبرې دے چې دواړه هېوادونه د ??ري?? تجارت ښه والي نوې طريقې ولټوي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو نجي څانګو ترمينځه د قوي روابطو قائمولو ضرورت دے كومو څخه به چې كاروباري اړيكې ښې شي۔ده ووئيل پاكستا?? او آذربائيجان په محدودو څيزونو كښې يو بل سره تجارت كوي كوم چې د كم تجارت يوه مهمه وجه ده لهذا ده په دې خبره زور راوړو چې د نورو ګټورو نتيجو لپاره دې دواړه هېوادونه د نورو څيزونو يو بل سره تجارت كولو ته پام لرنه وكړي۔
آذربائيجان پاكستان سره تجارت زياتول غواړي۔سفير حضر فرهادوف
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ