اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د آئيني حکومت لرې كول يا د غېر آئيني حكومت اخوا كولو هڅې كول جرم دے ؟٬ د پنجاب وزيراعلٰې د صوبې د يو پوليس افسر كه د قانون له مخې ريليو كړے ؤ نو دا به ښه وه٬ دا قانوني ذمه واري هم ده٬ د ټرانسجينډر قانون په كال 2018 كښ?? من??ور شوے، د جماعت اسلامي سينيټر مشتاق احمد د دې قانون د ناسمه استعمال لاره نيولو لپاره بدلونونه به پارلمان ته وړاندې كوٶ، حكومت د دې بدلونونو ملاتړ كوي، د ټرانسجينډر قانون په ټول عمل كښ?? د اسلامي نظرياتي كونسل رائے هم شامله وه، د شرعي عدالت پرېكړه به من و عن تسليموٶ، د ټرانسجينډر ميډيکل پحقله هم د شرعي عدالت لارښوونې ته اړتيا ده، د دې قانون د لارې د ټرانسجينډر حقونو ته تحفظ وركړے شوے۔ د زيارت په ورځ كشمير او ګلګت بلتستان چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار قمر الزمان کائره سره په ګډه په پي آئي ډي كښ?? پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښ?? د قانون وزير ووئيل د ټرانسجينډر په قانون د دوو كالو نه پس په سېكشن 3 او فور ځېنې خبرې رامخې ته شوي٬ د سينيټر مشتاق احمد د بدلون يو پېكېج معرفي كړے٬ په دې كښ?? من??سب بدلون كول به د ميډكل بورډ پرېكړې سره مشروط كولې شي٬ په دې معامله په ايوان كښ?? غور روان ٶ چې په وفاقي شرعي عدالت كښ?? دوه درخواستونه دائر كړے شول، ده ووئېل موجوده حکومت خپل ځواب داخل كړے چې كه د قانون په شق كښ?? بدلون ضروري وي نو د پارلمان د لارې دې وكړے شي۔ ده ووئيل دا يو تاثر وركړے كېږي چې هم جنس پرستي زياتېږي، د هم جنس پرستو ودونه كېږي، د ميډيکل معذورۍ خاتمې لپاره سرجري په ماضي كښ?? هم كېدلې٬ ده ووئېل يوه خاكه راښكلې شوې چې ټول قانون ناسمه دے۔ ده ووئيل په دې قانون كښ?? د ځواجه سرا تعريف درج دے، د اتلسو كالو په عمر كښ?? د شن??ختي كارډ جوړولو په وخت د جنس ليكل، امتيازي سلوك نه من?? كولا و جنسي هراسيت جرم ګرځولے شوے٬ دغسې په جبر چړ غوښتلو لپاره سزا مقرر كړے شوې٬ د شريعت له مخې صنف ته دې په وراثت كښ?? برخه وركړې شي، زده كړه كولو لپاره من??سب ماحول د وركولو وئيلي شوي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس نه هم دا اميد لرو چې ټرانسجينډر د پاکستان برخه دي ، په ټولنه كښ?? د ټرانسجينډر د حقونو خلاف ورزي او زړه ازارول پكار نه دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د وراثت په معامله هم د ټرانسجينډر حق پكار دے٬ شرعي عدالت دې په دې لړ كښ?? تشريك وكړي۔ په دې موقع د كشمير او ګلګت بلتستان چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار قمر الزمان کائره ووئيل سوشل ??يډيا د ناسمه خبرونو مركز جوړ شوے ٬ د ناسمو خبرونو خپرولو د لارې ټولنه ګمراه كولې شي٬ دا قانون په كال 2018 كښ?? من??ور شوے، د جماعت اسلامي سينيټر دې د قانون غلط استعمال لاره نيولو لپاره بدلون پارلمان ته وړاندې كړي٬ ده ووئېل دا معامله قائمه كمېټۍ ته سپارلې شوې ٬ كه د مشتاق احمد بدلون من??ور كړے شي نو قانون به هم ھغه پاتې وي٬ په قانون كښ?? چې كوم سقم دے د ھغې لرې كولو لپاره بدلونونه وړاندې كېږي۔ ده ووئيل كه د يو سياسي ګوند حكومت وي نو د ھغې په كابينه او د اتحادي حكومت د كابينې په شمېر كښ?? فرق وي٬ خاص مرستيالو لپاره كومه جلا اعزازيه يا مراعات نه وي٬ په دې چارو بلا جواز او بې بنسټه پروپېګنډه روانه ده
د آئيني حکومت لرې كول يا د غېر آئيني حكومت اخوا كولو هڅې جرم دے ٬ په ټرانسجينډر بل د سينيټرمشتاق احمد د بدلونونو حكومت ملاتړ كوي۔ د قانون وزير اعظم نذير تارړ٬ د وزيراعظم صلاحكار قمر زمان كائره سره خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج