اسلام آباد۔28جون (اے پي پي) د روشن ډيجيټل اکاونټ کاميابي د سمندر پورې پاكستانيانو لخوا په وزيراعظم عمران خان د باور څرګندونه ده٬ سمندر پورې پاكستانيان د دې اكاٶنټس د لارې نه يوازې پېسې رالېږي بلكې په سرمايه كارۍ كولو ورسره پاكستانيانو ته ښه ګټه هم ترلاسه كېږي٬ د روشن ډيجيټل اکاونټ د لارې 170 هېوادونو څخه اكاٶنټس پرانستلې شوي٬ سكيم اورسيز پاكستانيان هېواد سره تړلي دي٬ په روشن ډيجيټل اکاونټ يو ټېكس هم لاګو نه دے٬ د نيا پاكستان سرټفيکيټس په ګټه 10 فيصده ټېكس شته خو ريټرن فائل كولو ته ضرورت نه وي٬ روشن ډيجيټل اکاونټس سمندر پورې پاكستانيانو ته په هېواد كښې آسانۍ او سهولت سره د سرمايه كاري موقع وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د پاكستان حكومت٬ اسټېټ بېنك او اے كے ډي سېكيورټيز تر سېوري لاندې د ” پاکستان اقتصادي لېنډسکېپ- روشن ډيجيټل اکاونټ-نيا پاكستان پلو سفر” په سرخط د وېبينار مقررينو وكړه۔د سټيټ بېنك ډپټي ګورنر ډاکټرمرتضيٰ سيد په دې موقع وېبينار ته ووئيل د روشن ډيجيټل اکاونټ د لارې د سمندرپورې پاكستانيان هېواد سره د تړلو منصوبه جوړه كړې شوې او مونږ د دې منصوبې په لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كولو سره د نورو هېوادونو د تجربو نه استفاده كړې او اوس نور هېوادونه مونږ سره په تماس كښې دي۔ ده ووئيل د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كښې دا ډول سهوليات نشته چې د هېواد نه بهر د اكاٶنټ پرانستلو سهولت وركړې شي٬د روشن ډيجيټل اکاونټ د لارې 170 هېوادونو څخه اكاٶنټس پرانستلې شوي٬ دې سكيم سمندر پورې پاكستانيان هېواد سره تړلي دي۔ده ووئېل په روشن ډيجيټل اکاونټ يو ټېكس لاګو نه دے٬ د نياپاكستان سرټفيکيټس په ګټھ 10 فيصده ټېكس شته خو د ريټرن فائل كولو به ضرورت نه وي٬ روشن ډيجيټل اکاونټس اورسيز پاكستانيانو ته په هېواد كښې آسانۍ او سهولت سره د سرمايه كارۍ موقع وركوي۔ ده ووئيل دا اكاٶنټ اېف بي آر سره تعلق نه لري ٬ په دې كښې سرمايه كاري محفوظ ده٬ده ووئيل د كرونا وائرس وباء باوجود زمونږ د زرمبادله پانګې په دوه كالو كښې د اته اربه ډالرو نه شپاړلس اربه ډالرو ته رسېدلي٬ احساس پروګرام د هېواد نيمائي آبادۍ ته رسنه لري٬ په وړٶمبي ځل مركزي بېنك بېلا بېل سكيمونه وركړي چې په سبب سږ كال 4 فيصده او راتلونكي كال به 5 فيصده شرح نمو ترلاسه كولې شي او په راتلونكو څو كالو كښې به په دې كښې لا بهتري راشي۔ په دې موقع ده ووئيل سمندرپورې پاكستانيان په هر ډول ستونزه كښې مركزي بېنك كښې د اي مېل د لارې نېغ په نېغه خپلې ګېلې درجكولې شي او دوي مونږ ته لا بهترۍ لپاره خپل تجويزونه هم رالېږلې شي۔ په دې موقع د مركزي بېنك منيجنګ ډائريکټرډيپازټ سيدعرفان علي٬ په لاس اينجلس كښې د پاکستان قونصلرجنرل عبدالجبارمېمن٬ دوهم قونصلرجنرل شاهراز عاصم٬ د اے کے ډيګروپ سي اي اوعقيل کريم ډھيډي٬ د بينك الفلاح لميټد ډائريکټراوچيف ايګزيکټوآفيسر عاطف باجوه٬د اے کے ډي سيکورټيز سي اي اومحمد فريدعال او نورو هم وېنا وكړه
د روشن ډيجيټل اکاونټ کاميابيد سمندر پرې پاكستانيانو لخوا په وزيراعظم عمران خان د باور څرګندونه ده، په اکاونټټېکس شته نه ريټرن فائلكولو ته اړتيا٬ په روشن ډيجيټل اکاونټ تابيا كړې شوې وېبينار ته د اسټېټ بېنك ډپټيګورنر او د نورو وېنا
مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania