اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) سېنټر آف ريسرچ اېنډ سېكيورټي سټډيز ﴿سي آر اېس اېس﴾ د پاكستان، اف??انستان سول سوسائټۍ په عنوان دوه ورځنے كانفرنس وكړو. د كانفرنس بنيادي مقصد په اف??انستان كښې د طالبانو د حكومت واك اخستو نه پس په سخت معاشي ، سياسي او انساني بحران خبرې ك??ل وو. د غربت د تخفيف او سماجي تخفط وفاقي وزيرې شازيه مري د كانفرنس مېرمنو ګډون كوونكو سره په خپلو خبرو كښې ووئيل د مېرمنو د ګډون نه بغېر كوم هم قام يا هېواد پرمختګ نه شي كولے. زمونږ مذهب سړو او ښځو ته مساوي حقونه وركوي. كه كومه جينې يا مېرمن صلاحيت لري نو هغه د هېواد په پرمختګ كښې خپله برخه اچولې شي. د پاكستان او اف??انستان په تاريخي اړيكو خبرې ك??لو سره ??غې ووئيل پاكستان د اف??انستان ګاونډي هېواد دے ٬ چې د اف??ان اولس مرستې لپاره ئې څه كولے شول هغه ئې كړي. ??غې ووئيل پاكستان په اف??انستان كښې تعليم، د بنيادي بشري حقونو او د روغتيا په څانګه كښې پرمختګ غواړي. پاكستان د طالبانو راتګ نه پس اف??ان وګړو ته وېزې وركړې وې، هغه وخت پاكستان يواځنے هېواد ؤ كوم چې دا وېزې وركړې وې. ??غې ووئيل پاكستان غواړي چې اف??انستان پرمختګ وكړي. پاكستان په اف??انستان كښې د جامع حكومت پاليسي غواړي. ??غې ووئيل په اف??انستان كښې دې د جينكو تعليم ته پام لرنه وكړې شي. وفاقي وزيرې د اف??ان مېرمنو كار كوونكو ستونزې هم واورېدې او د اړوندو چارواكو لخوا ئې د مرستې باور وركړو. ??غې ووئيل هغه به خپلو حقونو لپاره مبارزه كوونكو اف??ان انجونو او مېرمنو سره ولاړه وي.
پاكستان په افغانستان كښې د تعليم، بنيادي بشري حقونو او د روغتيا په څانګه كښې پرمختګ غواړي. شازيه مري
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ