کوئټه۔8 مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د هېډ کوارټر نارتھ فرنټیئر کور بلوچستان دوره وكړه۔ د فرنټیئر کور نارتھ آئي جي مېجر جنرل امیر اجمل چودھري د وفاقي وزیر محسن نقوي هركلے وكړو۔ دغسې د فرنټیئر کور نارتھ يوې چمتو ډلې وفاقي وزیر ته سلامي وكړه۔ وفاقي وزیر د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني ئۍ وكړه۔ ده شهيدانو لپاره د لوړو درجو دعا كولو سره د هغوي قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې هم وړاندې كړې۔ وفاقي وزير د ميوزيم دوره وكړه او په تاريخي نوادرات كښې ئۍ ژوره خوښي ولرله۔ ده د فرنټیئر کور نارتھ د عصري آلاتو معائنه هم وكړه۔ په دې مهال د وفاقي وزیر محسن نقوي په مشرۍ كښې د فرنټیئر کور نارتھ په هېډ كوارټر كښې مهمه غونډه وشوه۔ ده په بلوچستان كښې امن برقرار ساتلو له د فرنټيئر کور نارتھ د خذمات ستائنه وكړه۔ ده ووئيل فرنټیئر کور نارتھ په بلوچستان كښې امن راوستو له د اولني صف كردار ترسره كړے٬ مونږ د فرنټیئر کور نارتھ د افسرانو او ځوانانو په پېشه وره پوهه او مړانه وياړ لرؤ۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې ژوند كوؤنكي پاكستان سره مينه لرونكي خلق دي٬ د بلوچستان تلپاتې پړمختګ امن سره تړلے دے۔ دغسې وفاقي وزیر ته د فرنټیئر کور نارتھ پېشه ورې كاركردګۍ په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔ په دې موقع وفاقي داخله سېكرتري خرم آغا هم وفاقي وزير سره ؤ
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د فرنټیئر کور نارتھ هیډ کوارټر دورہ ، د مهې غونډې مشري
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل