پنډدادنخان 02 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د خالي په ورځ د پنډدادنخان دوره وكړه او د سړكونو جوړولو او بحالې د بېلا بېلو پروژو پرانسته ئې وكړه. دا پروژې د پنجاب د مواصلاتو او تعميراتو د محكمې لخوا پېل كېږي. د سړكونو او تعمير او بحالې دې پروژو سره به په سيمه كښې د پرمختګ يو نوے دور پېل شي. د دې څخه وړاندې د اطلاعاتو وفاقي وزير په سيمه كښې د روانو پرمختيائي پروژو جاج واخستو. په دې موقع اړوند چارواكو د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو په اړه وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو. د اطلاعاتو وفاقي وزير ځائي چارواكو ته هدايت وكړو چې دوي دې خپل خدمات د سكولونو او روغتونونو رغونې او پرمختګ سره سره د اولس د خېر ښېګړې چارو لپاره وقف كړي.
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria