اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې وفاقي كابينې د وزيراعظم د كفايت شعارې كمپائن له مخې د سېنېټ چيئرمېن، د قومي اسمبلۍ سپيكر او ډپټي سپيكر، د سېنېټ ډپټي چيئرمېن او د اسملۍ د ټولو غړو په تنخاګانو كښې د 10 فيصده اېډهاك الاٶنس سمري رد كړه، په هېواد كښې به راتلونكي كال د فائيو جي ټېكنالوجي لانچ كولې شي، وزيراعظم عزم لري چې د هېواد په لرې سيمو كښې د مواصلاتو نظام رائج كړے شي، په لويو ګاډو د اېډيشنل كسټم ډيوټې ختمېدو سره به د ګاډو بيعې ټيټې شي. ده دا خبرې د نهې په ورځ د وفاقي كابينې د غونډې نه پس مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال په خپله وېنا كښې وكړې. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د وفاقي كابينې په غونډه كښې د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير او د وزيراعظم د پارلماني چارو سلاكار لخوا د الېكټرانك ووټنګ مشينونو او بهر مېشته پاكستانيانو ته د ووټنګ اختيار وركولو په لړ كښې په پرمختګ بريفنګ وركړے شو. ده ووئيل چې د انفارمېشن ټېكنالوجې وفاقي وزير غونډې ته د سپكټرم خرڅون په اړه بريفنګ وركړو. كابينې ته ووئيل شول چې د اوسني سپكټرم په نېلامې كښې د ټيلي كام يوې كمپنې برخه اخستې. د دې څخه وړاندې به هم يوې كمپنې په نېلامې كښې برخه اخسته. په كال 2016م كښې ټيلي نار او په كال 2017م كښې جاز د سپكټرم په نېلامې كښې برخه اخستې وه. وفاقي كابينې ته ووئيل شول چې راتلونكې كال به په هېواد كښ فائيو جي لانچ كړے شي چې پكښې ګڼ شمېر كمپنې دلچسپي اخلي. كابينې پي ټي اے ته هدايت وكړو چې هغه دې په هېواد كښې معياري ټيلي كام سروسز باوري كړي. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې كابينې ته په فوجداري قوانينو كښې د اصلاحاتو تجويزونو او وړاندېزونو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو. د قانون وزير فروغ نسيم په بېلا بېلو قوانينو كښې د بدلونونو په اړه كابينې ته تفصيلي بريفنګ وركړو. كابينې په اصولي توګه د تجويزونو منظوري وركړه او هدايت ئې وكړو چې دا دې د كابينې د قانون سازې كمېټې ته ولېږل شي. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې وفاقي كابينې د وزيراعظم د كفايت شعارې كمپائن له مخې د سېنېټ چيئرمېن، د قومي اسمبلۍ سپيكر او ډپټي سپيكر، د سېنېټ ډپټي چيئرمېن او د اسملۍ د ټولو غړو په تنخاګانو كښې د 10 فيصده اېډهاك الاٶنس سمري رد كړه. د كفايت شعارې كمپائن له مخې وزيراعظم هاٶس ډېر لوي بچت كړے. قومي اسمبلې يو ارب 54 كروړه روپې بچت كولو سره ستنې كړې دي. ده ووئيل چې د انفارمېشن ټېكنالوجي وزير كابينې ته وئيلي دي چې سږ كال په پاكستاني وېب پاڼو تقريباً 10 لكه سائبر بريدونه شوي دي. اېن ټي سي دا بريدونه شنډ كړي دي، په پاكستان كښې د سائبر سېكورټي يو جامع فرېم ورك موجود دے، مونږ دا لا قوي كوو. وفاقي وزير ووئيل چې د زر سي سي ګاډو د سامان په درآمد اېډيشنل ډيوټي ختم كړې شوې. ده ووئيل چې كابينې د قائداعظم فاٶنډېشن اېكټ 2021 د مجوزه مسودې اصولي منظوري وركړې. ده ووئيل چې په غونډه كښې د كابينې د كمېټو د بېلا بېلو پرېكړو توثيق هم شوے. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې وزيراعظم په دې خبره د ناخوښې څرګندونه وكړې چې د غنمو په اخستلو كښې تاخير ولې شوے. ده په واضحه توګه احكامات جاري كړي وو. صوبو ته هدايت شوے چې دوي دې په سمدستي توګه د غنمو ريليز لپاره اقدامات وكړي. مونږ هيله لرو چې د پنجاب حكومت لخوا به د غنمو د ريليز شېډول په يوه ورځ دوه كښې جاري كړے شي او دې سره به د غنمو او وړو په بېعه كښې كمې راشي. كابينې د پي اېس او او د پاك اېل اېن جي لخوا د اېل اېن جي په خريدارې د پېپرا قوانينو د قواعدو له مخې په ټائم لائڼز كښې د كمي د تجويز منظوري هم وركړې
، په هېواد كښې به راتلونكي كال د فائيو جي ټېكنالوجي لانچ كولې شي. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د كابينې د غونډې نه پس بريفنګ
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا