اسلام آباد۔17دسمبر(اے پی پی) د خارجه دفتر وياندې د هندي خارجه وزارت د تېرې ورځې بيان مسترد كولو سره وئيلي چې هندي حكومت د دې بيان د لارې د كال 2002 ګجرات عامې وژنې پېښې سره د اړوندو حقائقو او رازونو پټولو هڅه كړې ده كومه چې په يوه لويه كچه د عامې وژنې ٬ لاقانونيت ٬ د عصمتونو بې حرمتۍ او د لوټ مار يوه د شرم وړ داستان دے ٬ حقيقت دا دې چې د ګجرات د عامې وژنې پېښې ماسټر مائنډ انصاف څخه بچ شواو نن يۍ په هند كښ?? مهم سركاري منصبونه سنبال كړي دي۔ د خارجه دفتر وياندې د هند خارجه وزارت د بيان په اړه د ميډيا د پوښتنو په ځواب كښ?? ووئيل چې هند د رياستي ترهه ګرۍ جرمونه په الفاظو نه شي پټولے۔ د واکمن ګوند هندوتوا سیاسي نظريې د كركې ٬ ګډوډۍ او استثنی فضا رامینځته کړې۔ استثنایی کلتور په هند کښې د هندوتوا په سیاست کښې ژور ځايې لري۔ د دھلي – لاهور سمجھوتا اېکسپریس پېښې ٬ كومه كښ?? چ?? 40 ??اكستاني وګړي وژلې شوي وو ٬ ماسټر مائنډ او مجرمانو بري كېدل د آر اېس اېس – بي جے پي نظام لاندې د انصاف د عامې وژنې ښكاره ثبوت دے۔ دې ووئيل د روانې اونۍ په مهال يو ډوزيئر جاري ك??ې شوې دې په كوم كښ?? چې په 2021 كښې د لاهور په يوه سوليزه سيمه كښ?? په شوې ترهګر بريد كښې د هند د ككړ كېدو د نه رد كېدو وړ ثبوتونه موجود دي۔ د هند د بهرنیو چارو د وزارت بیان د پاکستان بدنامولو او ځانله كولو كښې د خپلې ناكامۍ په برخه كښې د مخ په زياتېدونكې مايوسۍ عكاسي كوي۔ د اکتوبر په میاشت کښې د فيټيف د ګرے لسټ څخه د پاکستان د نامې د ویستل كېدوپه مخنیوي کښې د پاتې راتللو او د پاكستان د ترهګرۍ مخنيوي هڅو په نړيواله كچې له تسليم كېدو ورستو هند د پاكستان بدنامولو او نخښه جوړولو خپلې ايجنډې ته پراختيا وركولو له نړيوال فورمونه كاروي۔ وياندې ووئيل چې مونږ باور لرؤ چې نړيوالې ورورولۍ به دا څېره پ??ژندلې وي او د بي جے پي – آر اېس اېس د سوئيلي آسيا په خپل روپ كښې د بدلولو خوب به كله هم ريښتيا نه شي۔
د هندي خارجه وزارت بيان د ګجرات د عامې وژنې د حقائقو او رازونو پټولو هڅه ده٬ خارجه وزارت
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی