جده 09 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په كومه ټولنه كښې چې انصاف او د قانون بالادستي وي، هغه پرمختګ كوي، په پاكستان كښې د مافيا څخه د هېواد آزادولو هڅې روانې دي، پاكستان چې په كوم پلو روان دے، ډېر زر به نوے پاكستان جوړ شي، بهر مېشته پاكستانيان زمونږ قيمتي اثاثه ده، د سوشل مېډيا په وجه پاكستان تحريك انصاف اقتدار ته راغلے او په دې كښې د بهر مېشته پاكستانيانو لوي كردار و. وزيراعظم دا خبرې د اتوار په ورځ د روشن ډېجيټل اكاٶنټس په اړه دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم ووئيل چې د شوكت خانم روغتون په چلولو كښې د بهر مېشته پاكستانيانو ډېر مهم كردار دے. په سعودي كښې مېشته پاكستانې ټولنه ډېره ښه پېژنم. ده ووئيل چې په سعودي كښې د مېشته پاكستانيانو ستونزې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي. ده ووئيل چې په ترسيلات زر زياتولو كښې د سټېټ بانك د ګورنر ډېر مهم كردار دے. ده ووئيل چې 90 لكه سمندر پورې پاكستانيان زمونږ قيمتي اثاثه ده. په سخت وخت كښې په مرسته كولو د سعودي د حكومت او مشرتابه مننه كوو. ده ووئيل چې كورونا د نړۍ معيشتونه غېر مستحكم كړي دي. په هند كښې د كورونا دريمې چپې تباهي كړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې الحمد لله اوس زمونږ معيشت مستحكم دے او د تعميراتو صنعت وده كوي. د الله تعالٰی شكر دے چې د پاكستان معيشت د بهترې په پلو روان دے. وزيراعظم ووئل چې هغه ټوله پرمختګ كوي چرته چې انصاف او د قانون بالادستي وي. ده ووئيل چې د سوشل مېډيا په وجه په پاكستانې ټولنه كښې شعور راغلے.
په كومه ټولنه كښې چې انصاف او د قانون بالادستي وي، هغه پرمختګ كوي، په پاكستان كښې د مافيا څخه د هېواد آزادولو هڅې روانې دي. وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha