پېنډي 12مئي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه په كهارياں كښې په وارګيم سېشن كښې ګډون كړے او د فيلډ مظاهرې يې مشاهده كړې ۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې د فيلډ مظاهرې مقصد د مشقونو/طريقه كار او د نوې ترلاسه كړې ټېكنالوجيز په اړه مهارت كښې د اضافې توثيق كول وو۔سرلښكر د برخه اخستونكو عسكرو د مجموعي تربيتي جزبې او مهارت ستائنه وكړه۔په وارګيم سېشن كښې سرلښكر د سنټرل كمانډ د سټرائيك فارمېشنز د منصوبه بندۍ د عمل او د آپرېشنل تيارو جاج هم واخست۔ده په ټوله نړۍ كښې د روانو شخړو په اړه د اسباق په زده كولو زور راوړو او د رامخې ته كېدونكو خطرو په ضد يې د فارمېشنز د مجموعي آپرېشنل تيارۍ ستائنه وكړه۔د دې څخه وړاندې د سنټرل كمانډ كمانډر لېفټيننټ جنرل شاهين مظهر محمود د سرلښكر هركلے وكړو
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت