اسلام آباد 01 نومبر(اے پی پی)د وزيراعظم د احتساب او داخله چارو صلاحكار شهزاد اكبر وئېلي دي وړومبے د نې?? آرډيننس څخه دا تاثر رامخې ته شوے ؤ چې د مني لانډرنګ كيسونه به د نې?? اختيار نه وي ٬خو په نوي ترميمي آرډيننس كښې دا سپيناوے شوے چې مني لانډرنګ كيسونه به د نې?? په اختيار كښې وي٬د نوي آرډيننس سره به نېب پراسيكيوشن ګړندے شي او كيسونه به زر تر زره منطقي انجام ته رسي۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د حكومت او كالعدم ګوند ترمينځه چارې تر سره شوي٬د مظاهرچيانو د اړخه احتجاج ختمول او په ښارونو كښې د لارو خلاصول خوشبينه دي ٬وړاندې به هم چارې د خبرو اترو د لارې مخ په وړاندې بوتللې شي٬كومه كمېټي چې دا معاملات حل كوي هغه د لوظ نامې په حقله ښه وئېلې شي۔هيله ده چې په سب??ؤن كښې به دا ډول حالات بيا رامخې ته نه شي۔بېرسټر شهزاد اكبر ووئيل د نې?? قوانين په اړه كاروباري كسان٬بيوروكريسي او مېډيا هم ګيلې لرلې٬د نې?? په پلټنو او ټرائل به ډېر وخت لګېدو۔ ده ووئېل د نوي نې?? ترميمي آرډيننس راوړلو مقصد دا دے چې د نې?? د كار رفتار تند شي٬د نوي ترميمي آرډيننس سره به د نې?? پراسيكيوشن كښې تندي راشي او كيسونه به زر تر زره تر منطقي انجام ورسي