اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي په سېلاب او باران كښې تراوسه 3 كروړه 30 لكه خلق ځپلې شوي٬د زيان ابتدائي اندازه په اربونو كښې ده٬په دومره لويه شمېره ځپليو ته د خوراك او څښاك څيزونه٬داروګان او خيمې وركول يو لوي چېلنج دے٬د نړيوالو مالياتي ادارو او تنظيمونو لخوا په مرسته د دوي مننه كوو۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې مېشته د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو سره د هېواد د سېلاب په صورتحال په بېړني ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې وكړې۔وزيراعظم ووئيل په پاكستان كښې د تېرو 30 كلونو رېكارډ بارانونه شوي ۔د جون د 13مې نېټې نه تراوسه په سېلاب كښې د 900 نه زيات خلق په حق رسېدلي٬د 1300 نه زيات ژوبل شوي او 8 لكه څاروي په سېلاب كښې مړه شوي۔ده ووئيل د سېلاب د زيان اندازه په اربونو كښې ده٬په مجموعي توګه تراوسه په سېلاب كښې 3 كروړه 30 لكه خلق ځپلې شوي ۔ده ووئيل پاكستان په موسمياتي بدلون كښې د ځپلے كېدونكو هېوادونو په فهرست كښې په اتم نمبر دے۔د پاكستان د كاربن ګيسونو په اخراج كښې برخه د يو فيصد نه هم كمه ده۔ده ووئيل حكومت د ځپليو فوري رېسكيو لپاره ټولې وسيلې كاروي۔ځپليو ته به په سمدستي توګه د كورنۍ په سر 25 زره روپۍ وركولې شي٬ځپليو ته د خوراك څښاك څيزونو او د خيمو وركولو هڅې كولې شي۔په ملاقات كښې آسټریلیاء، چین، جاپان، کویت، جنوبی کوریا، ترکيه ،متحدہ عرب امارات، امریکه ،جرمنی، بحرین، یورپی یونین، فرانس، اومان، قطر، برطانیه او د سعودیه عرب سفيران موجود وو۔غونډې ته د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا د سېلاب ځپليو سيمو او د ځپليو وېډيو هم وښودلې شوه۔ګډون كوونكو د حكومت اقدامات وستائېل او د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو وزيراعظم په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې د چارو پېل كولو نه خبر كړو
په سېلاب او باران كښې تراوسه 3 كروړه 30 لكه كسان ځپلې شوي٬د زيان ابتدائي اندازه په اربونو كښې ده۔د وزيراعظم شهباز شريف سفيرانو سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری