اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)د پټروليم او قدرتي وسېلو پخواني وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د كار د ځاے حفاظتي اقدامات باوري كول د وخت ضرورت دے ٬ ټولو مذهبونو د بشري ژوند تحفظ او د عزت تلقين كړے دے ٬ د كار د ځائ حفاظتي اقدامات باوري كولو په لړ د حكومت سره سره دې اړوندې ادا??ې او كمپنې هم خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړي۔ پخواني وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي دا خبرې د جمعې په ورځ ځائي هوټل كښې د امريكن سوسائټي آف سېفټي انجينئرز تر سېوري لاندې كفنرنس او د نندارتون ګډون كووٶنكو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ نندارتون كښې د سوئي ناردرن ګاز پائپ لائن لمېټډ پشمول يو شمېر ملكي او غېر ملكي سېفټي آلات جوړونكو كمپنو ګډون وكړٶ او د خپلو څيزونو نندارتون ئې وكړو۔ په كنفرنس كښې د سېفټي څانګې سره تعلق لرونكو پوهانو او تحقيق كارو خپلې مقالې هم وړاندې كړې۔ شاهد خاقان عباسي كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ووئيل د كار ځائ كښې حفاظتي انتظاماتو د نشتوالي په سوب هر ورځ په رامخې ته كېدونكو پېښو كښې قېمتي ځانونو سره سره مالي زيان كېږي۔ ده ووئيل پاكستان په تندۍ سره په ترقي كوٶنكو هېوادونو كښې شامل دے٬ په راتلونكو څو كلونو كښې به د انفراسټركچر مېګا پروژې پېل شي۔ په دې حالاتو كښې د كار ځائ كښې تحفظ وركول ډېر اهميت لري۔ ده ووئيل پېشه وره صحت او سېفټي (او اېچ اېس) پاكستان كښې يو نوې مظهر دے او وخت سره سره به د سېفټي بهتري راشي خو ضرورت د دې خبرې دے جې حكومت سره سره دې اړوندې ادا??ې او كمپنې خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړي۔ شاهد خاقان ووئيل په دې لړ كښې په حكومتي كچه اقدامات پېل كړې شوې٬د پټروليم او قدرتي وسيلو وزارت پاكستان كښې په دې څانګه كښې د قائدانه كردار جوګه وزارت ګرځولې كېدې شي۔ ده ووئيل دې سره سره د كانرمندانو په اېكټ مجريه 1923 كښې د محنت ن??يو??لې ادارې سره په مشاورت بدلونونه باوري كړ او دغسې د تېلو او ګاز لټون او كنستل او ډرلنګ په څانګو كښې هم حفاظتي اقداماتو پحقله كار روان دے۔ ده زياته كړې د سېفټي په لړ كښې په اولس كښې شعور بېدارولو ته اړتيا ده او په دې لړ كښې به د ميډيا پشمول ټولو شراكت دارو له خپل كردار لوبول وي
د كار په ځاے د حفاظتي اقداماتو باوري كولو ضرورت دے ٬ ټول مذهبونه د بشري ژوند تحفظ او د عزت تلقين كوي
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ