اسلام آباد 11جنوری(اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي پاكستان كرغزستان سره اړيكې زياتول غواړي ۔ده دا خبره د شورو په ورځ ايوان صدر كښې د كرغزستان د اقتصادي چارو وزير او پاكستان او كرغزستان ج??ائ??ټ وزارتي كمېشن چيئرمېن جوشيو ارزيبك او ز??بو كووچ پھ مشرۍ كښې د پلاوي سره د ملاقات كښې وكړه۔اولس مشر ووئيل پاكستان كرغزستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ده ووئيل د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د انرژۍ په اړه كاسا۔1000 پروژه به د توان كمې لرې كولو له مرستياله وګرځي٬پاكستان د كرغزستان سره د توان٬تجارت او اقتصاد په حقله اړيكو ته وده وركول غواړي٬پاكستان سوئېلي آسيا چين او د مينځنۍ آسيا هېوادونو سره رابطې زياتول له اقدامات كوي٬ ده ووئېل كرغزستان به د يوريو اېشين اكنامك يونين ممبرشپ لپاره د پاكستان ملاتړ كوي۔اولس مشر ووئيل پاكستان په اقتصادي توګه ښه والي پلو روان دے٬نړيوالې ادارې د پاكستان د معاشي پالېسو ستائنه كړی۔اولس مشر ووئيل پاكستان غواړي چې د آسيائي هېوادونو تجارت حجم زيات شي۔دې سره به شريكې رابطې زياتې شي او اقتصادي حالت به ښه شي۔اولس مشر د پاكستان او كرغزستان اعلٰی كچ په دورو ز??ر راوړولو سره ووئيل دې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي
د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د انرژۍ په اړه كاسا۔1000 پروژه به د توان كمې لرې كولو له مرستياله وګرځي
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز