اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي)د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او مينځني ختيځ خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي چې هند د اسلامي تنظيم په اړه چې كوم بيان جاري كړی هغه د غندنې وړ دے او د ټول اسلامي نړۍ سپكاوې دے٬ د اسلامي مرستې تنظيم د ملګرو ملتونو نه پس د نړۍ تر ټولو لوي تنظيم دے او ټول اسلامي هېوادونه په دې كښې شامل دي٬ د اسلامي امت متفقه فورم دے او د اسلام آباد دننه چې كوم قراردادونه منظور شوې ، په كشمير كښې او په اقليتونو د هند د ظلم چې كوم ذكر شوې او د اسلامو فوبيا په اړه چې څه شوي هغه د ټولې اسلامي نړۍ ترجماني ده بلكه د هر امن خوښي د جذماتو ترجماني ده۔ د زيارت په ورځ جاري شوي بيان كښې ده ووئيل چې هند بيان چې او آئي سي د يوې پراپېګنډې برخه ده او د دې هېڅ كردار نشته، دا نه يې يوازې د اسلامي مرستې تنظيم سپكاوې بلكې د هغو ټولو هېوادونو هم سپكاوې دے كومو چې په دې غونډه كښې ګډون كولو او څوك چې د دې غړي دي
د هند د اسلامي مرستې تنظيم په اړه بيان د غندنې وړ دے۔ محمد طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز