اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي زمونږ افغان مشرانو سره انډرسټينډنګ شوې دې، دواړه هېوادونه به خپله خاوره د درېم هېواد په ضد استعمالېدو له نه وركوي۔ د شورو په ورځ د افغان عمل پحقله خپل يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل مونږ د امن او استحكام ملګري يو، نړۍ نن په افغانستان كښې امن لپاره زمونږ د هلو ځلو ستائنه كوي۔ ده ووئيل د افغانستان امن د پاکستان سره سره بشپړه منطقې لپاره د اهميت وړ دے٬ راتلونكې څو اوونۍ او مياشتې ډېرې اهمې دي٬ چې پكښې معاملے سمېدې هم شي او په دې كښې خرابتيا هم راتلې شي٬ افغانستان څخه د اتحادي ځواكونو د انخلاء عمل تر 50 فيصده بشپړ شوې دې او اوس دا سلسله جاري ده۔ خارجه وزير ووئيل دا د افغان مشرانو ذمه واري ده چې ھغوي د صورتحال د نزاكت له مخې په ګډې ناستې سره د افغان مسئلې سياسي حل راوباسي٬ جنګ جګړو سره په افغانستان كښې د وړاندې نه ډېر زيان شوې دې٬ كه په افغانستان كښې حالات د 90ء لسيزې پلو لاړ شي يا كورنۍ جګړې پېل شي نو دا به افغانانو لپاره د زيات زيان سبب وي۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې پاكستان ته د افغانستان نه راغلې دانشورانو پلاوي سره زما ملاقات شوې ٬ ما ھغوي ته د پاكستان نكته نظر وړاندې كړو او د ھغوي د پوښتنو مې تفصيلي ځوابونه وركړل دغسې چې كوم ابهام پاتې نه شي۔ خارجه وزير ووئيل زمونږ افغان مشرانو سره انډرسټينډنګ شوې دې، دواړه هېوادونه به خپله خاوره د درېم هېواد په ضد استعمالېدو له نه وركوي او زمونږ هم دا واضح پاليسي ده چې مونږ به د افغانستان يا د بل كوم هېواد په ضد خپله خاوره د استمعالولو اجازه ورنه كړو٬ كه دواړه اړخه د دې احترام كوي نو دا به دوي لپاره د آسانۍ سبب وګرځي۔
زمونږ افغان مشرانو سره انډرسټينډنګ شوې دې، دواړه هېوادونه به خپله خاوره د درېم هېواد په ضد استعمالېدو له نه وركوي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا