كراچۍ 06 فروری (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي هېواد كښې د برېښنا په زړه پورې پید??وا?? پیل شوې چې ورسره به د پرمختګ عمل ګړندې شي٬هېواد كښې اقتصادي هلې ځلې زياتېږي٬پاك چين اقتصادي راهداري به د پرمختګ لپاره د ميل كاڼې ثابت شي٬قام بايد يو موټې شي او د پرمختګ لاره نيونكي رد كړي۔دا خبره اولس مشر د پوځي فرټيلائزر بجلي ګهر پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔دا بجلي ګهر د 118 مېګاواټ برېښنا پیدا كولو صلاحيت لري او د پلانټ ماحول دوسته جوړولو لپاره خاص ګامونه پورته كړی شوي۔ د پرانستې دستوره كښې د سندھ ګورنر محمد زبير هم موجود وو۔اولس مشر پھ دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې د دې پلانټ څخه به د كراچۍ وګړي استفاده كوي٬اولس مشر ووئيل راروان كال كښې به د برېښنا كمې ختم كړې شي۔په دې لړ كښې حكومت كوټلي پلان لري پھ كومه چې په تندۍ سره كار روان دے۔اولس مشر ووئيل حكومت كركيلې اړخ ته خاص پام لرنه كوي۔حكومت په سره او غنمو خاص رعايت وركړی چې ورسره به كروندګر خوشحاله شي۔اولس مشر ووئيل د اقتصادي راهدارۍ فعال كېدو نه وروستو به د هېواد سياسي اهميت هم زيات شي۔د اقتصادي راهدارۍ په روټ كښې هېڅ بدلون نه كېږي۔اولس مشر ووئيل د هېواد پرمختګ د 70 لسيزې څخه ځپلې شوې او دغسې د 1999 نه وروستو هم د هېواد 15 كاله ضائع كړی شوي۔ده ووئيل د كراچۍ او فاټا خلق ترهه ګر?? ډېر ځپلي ولې اوس وضعه ښه كېږي۔د ترهه ګر?? تر بيخي خاتمې به عمليات ضرب عضب او د كراچۍ او بلوچستان پوځي كاروائۍ روانې ساتل وي۔ده ووئي?? هېواد كښې د پرمختګ او خوشحالۍ نوې دور راروان دے او اكنامك ګروت به تر 2019 7 فيصده ته ورسي۔دستورې ته د دې نه وړاندې لېفټيننټ جنرال(ر)خالد نواز خان٬اېم ډي فوجي فاؤنډېشن او لېفټيننټ جنرال(ر)محمد هارون اسلم هم خطاب وكړو۔اولس مشر هيله ولرله د سندھ نوې ګورنر به د كراچۍ او سندھ پرمختګ له مهم كردار ترسره كړي۔د دستنورې په اخر كښې اولس مشر د پلانټ په جوړولو كښې مهم كردار ترسره كوونكو چارواكو او كارمندانو له ايوارډونه هم وركړل۔
هېواد كښې د برېښنا په زړه پورې پیداوار پیل شوې چې ورسره به د پرمختګ عمل ګرڼدې شي
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا