اسلام آباد 10 مئی (اے پی پی)د پ??رليماني چارو دوه وزير علي محمد خان وئېلي دي چې د پ??كستان او افغانستان ترمينځه تجارتي لوظ نامې او د شريك بزنس كونسل جوړولو په حقله ابتدائي خبرې شوې دي٬تر څو چې اړيكې ښه نه شي په پوله د اقتصادي زونز جوړولو خوب به تعبير ونه مومي۔د جمعې پھ ورځ په سېنېټ كښې د سناتورانو مشتاق احمد٬محسن عزيز او نورو غړو د پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل په 2014 كښې د تجارتي لوظ نامې لپاره د دواړو هېوادونو خبرې شوې وې۔په 2015 كښې د شريك اقتصادي كونسل غونډه وشوه چې پكښې د بزنس كونسل جوړولو اتفاق رامخې ته شوې۔ده ووئيل دا حقيقت دې چې امنيتي اندېښنې هم شته خو مونږ ??څه كوو چې د افغانستان سره تجارت زيات كړې شي۔په كابل كښې مونږ ??حمد علي جناح روغتون جوړ كړې٬په لوګر او جلال آباد كښې هم روغتونونه جوړ كړی شوي دي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي اړيكو لپاره ضروري ده چې دوه اړخيزه روابط هم ښه وي۔ده ووئيل مونږ ??ه اتو مياشتو كښې هغه كارونه كړي كوم چې پخوانو حكومتونو په 30 ٬ 40 كاله كښې نه د?? كړي۔سږ كال افغانستان لپاره زمونږ تجارت 305 ملين ډالر وو كوم چې تېر كال 12 ملين ډالره ته نزدې وو دغسې د افغانستان نه د پ??كستان برآمدات هم زيات شوي دي
د پاكستان او افغانستان ترمينځه تجارتي لوظ نامې او د شريك بزنس كونسل جوړولو په حقله ابتدائي خبرې شوې دي
مضمون کا ماخذ : quina acumulada