اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) پاك فضائيه لخوا خېبرپښتونخوا، سندھ، بلوچستان او د جنوبي پنجاب سيلاب ځپليو بحالۍ او ريسكيو لپاره ډيزاسټر ريليف آپريشن او د مرستي كاروائي رواني دي۔ ايئر هيډكوارټرز، اسلام آباد كښې د جوړ شوي نېشنل آئي ايس آر اينډ انټيګريټډ ايئر آپريشنز سنټر (اين آئي آئي اے او سي) د اسټېك هولډرز سره په ګډه د سيلاب ځپليو مرستي او بحالۍ د عمل معاونت كوي۔د پاك فضائيه وياند له مخې د پاك فضائيه چورلكي ځپليو سيمو كښې ځپلي ريسكيو كولو او لازمي ضروري څيزونه ورسولو لپاره هلو ځلو كښې بوښت دي۔پاك فضائيه د سيلاب ځپليو بحالۍ او مرستي لپاره “پاكستان ايئر فورس فلډ ريليف فنډ” هم جوړ كړے دے ۔ سيلاب ځپليو لپاره عطيات الائيډ بينك اكاؤنټ لمبر PK85ABPA0010099183680023، عسكري بينك اكاونټ لمبر PK96ASCM0003851650000097، بينك اسلامي اكاؤنټ لمبر K38BKIP0310000096360001، دغسې حبيب بينك اكاؤنټ لمبر PK09HABB0022997001211801 كښې جمع كېدې شي۔
د پاك فضائيه لخوا خېبر پښتونخوا، سندھ، بلوچستان او د جنوبي پنجاب سېلاب ځپليو لپاره د مرستي كاروائي او ډيزاسټر ريليف آپريشنز
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات