اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په مشرۍ كښې د سېنېټ د هاؤس بزنس ايډوائزري كمېټۍ غونډه د پارليمان په ودانۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د سېنېټ غونډې په چارو بحث وشو او پريكړه وكړې شوه چې اوسنۍ غونډه به يوه اونۍ روانه ساتلې شي۔د سېنېټ سېكرټړېټ له مخې د سېنېټ په اوسنۍ غونډه كښې به د قانون سازۍ نه علاوه د مهمو چارو جاج اخستلې شي۔د ايډوائزري كمېټۍ په غونډه كښې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آفريدي٬په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم٬د سېنېټر شېري رحمان٬سېنېټرز اعظم نذير تارړ٬ فدا محمد٬هدايت الله٬دلاور خان٬طاهر بزنجو٬مشتاق احمد٬مولانا عبدالغفور حېدري٬محمد قاسم٬كامل علي آغا او د پارليماني چارو وزير مملكت علي محمد خان ګډون كولو۔د سېنېټ سېكرټري محمد قاسم صمد خان هم په دې موقع موجود ؤ۔(
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج